د سردار قاسم سلیماني د ټرور دوسیې وروستیو مراحلو ته رسېدلي
د سردار قاسم سلیماني د ټرور د دوسیې د نړیوالو حقوقي چارو د کمیټې مشر ویلي: د شهید سلیماني د ټرور د دوسیې د جرم لګونې بهیر بشپړه شوی دی.
د سردار قاسم سلیمانی د ټرور د دوسیې نړیوالو حقوقي چارو د کمیټې مشر عباسعلی کدخدایی په تهران کې د په لوېدیځه اسیا کې ټروریزم سره د مبارزې په مسلکې ګردی میز کې چي د سردار قاسم سلیمانی د فعالیتونو په هکله تر سره شو، خبریالانو ته وویل: امریکا د شهید سلیماني په ټرورولو سره، ټوله نړیوال اصول او قوانین تر پښو لاندې کړ، امریکایانو په دې کار سره، یوه نړیوال جنایت او لویه خلافورزي کړې ده.
هغه زیاته کړه: له دې جنایته وروسته د ایران د خارجه وزارت او د عدلیې قوې له لورې ګڼ اقدامات شوي څو په نړیواله کچه کې د شهید سلیماني د ټرور په دوسیه کې امریکا له حقوقي پایلو سره مخامخ شي.
کدخدایي یادونه وکړه چي د نړیوالو او سیاسي شخصیتونو د مصئونیت رعایتول یو نړیوال عرف دی او په دغه چوکاټ کې د شهید سلیمانی حرمت هم باید ساتل شوې وای خو سردار سلیماني او ملګرو یې د امریکا د جنایت په پایله کې شهیدان شول، په دغه جنایت کې ښکیل کسان باید سزا ومومي.
د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان سردار قاسم سلیمانی په ۲۰۲۰ میلادي کال کې عراق ته د رسمي سفر پر مهال د بغداد په هوایي میدان کې د حشد الشعبي د مرستیال ابومهدی المهندس سره، یو ځای د امریکې د هوایي ځواکونو له لورې په نښه شو او په شهادت ورسېدل.