د وسله والو ځواکونو ګډې مانورې د ایران د مخنیوونکي توانمنی هینداره
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125552-د_وسله_والو_ځواکونو_ګډې_مانورې_د_ایران_د_مخنیوونکي_توانمنی_هینداره
د هر کال په څېر سږ کال هم د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال فوځ د مکران د سیند د څنډو په شمول په جنوب ختیځه سیمه کې د ذوالفقار تر عنوان لاندې یوه لویه فوځې مانوره تر سره کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 31, 2022 11:34 Asia/Kabul
  • د وسله والو ځواکونو ګډې مانورې د ایران د مخنیوونکي توانمنی هینداره

د هر کال په څېر سږ کال هم د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال فوځ د مکران د سیند د څنډو په شمول په جنوب ختیځه سیمه کې د ذوالفقار تر عنوان لاندې یوه لویه فوځې مانوره تر سره کړه.

فوځې مانورې چي په کلنۍ توګه او یا هم په مختلفو مناسبتونو تر سره کیږي د یوه هیواد د دفاعي توانمنی د کچې ښودنه کوي.

د مکران په څنډو کې د ایران د وسله وال فوځ له لورې تر سره شوې مانورې، ذوالفقار د هیواد د جنوبي سمندري پولو امنیت پیاوړی کوي او د ایران استراتیژیکه ژوړتیا د عمان له سمندر څخه نړیوالو اوبو پورې غځولې ده.

د ۱۴۰۱ په ذوالفقار مانوره کې د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ، پیاده نظام، زغروال او هوایي یونیټونه، سمندري او اوبتلي دفاعي سیسټمونه برخه اخیستې وه، دغه مانوره د جمعې له ورځې پیله شوې وه.

د کلنۍ مشقونو تر سره کېدا، د فوځیانو د جنګي وړتیاو او مهارتونو زیاتوالې او د سیمې د امنیت مضبوطتیا د ذالفقار د فوځې مانورې له اهدافو څخه بلل شوي دي.

یوه د پام وړ مساله دا وه چي په دغو مانور کې له داسي فوځي پر مختللي سازو سامان او وسلو څخه کار اخیستل شوی چي په ایران کې د ځایي ټکنالوژی په مټ او د دفاعي صنعت او پوه بنسټو شرکتونو د همکاری په نتیجه کې جوړ شوي دي.

د ذوالفقار د مانورې قومندان امیر البحر حبیب الله سیاري ویلي: د ځایي ټکنالوژی په وسیله جوړ شوي پرمختللي سازو سامان په ایران باندې د لوېدیځوالو د وسله ایزو بندیزونو د نه کارندوالې او د ایران د اقتدار د اوج ښودنه کوي چي دا دښمنانو لپاره د دې مانورې پیغام دی.

د ایران وسله وال فوځ په تېرو کلونو کې د بندیزونو سربېره، په لسګونو مانورې تر سره کړي چي د فوځ د وړتیاو او توانمنیو په زیاتوالې، ګواښونو سره په مقابلې او د مخنیوونکی قدرت په ښودلو کې زیات رول لوبولی دی.

دغو مانورو کې د ایران د وسله وال فوځ له لورې په هیواد کې د ځایي ټکنالوژی په وسیله جوړ شوي مختلفي وسلې او تجهیزات، لکه توغندی، جنګي کښتۍ، بې پیلوټي الوتکې، ټانګان او څرخکې ازمویل شوي دي.

نن سبا د ایران د فوځ سمندري ځواکونه په نړیوالو اوبو کې حضور لري او په عدن خلیج کې د سمندري لارو او ټرانزیټ امنیت تامینوي، د ایران د اسلامي جمهوریت بیرغ په سره سمندرګۍ، مدیترانې، د جنوبي چین په سمندر، د هند په سمند، او په جنوبي او شمالي اطلس بحیرو کې د ایران د فوځ د سمندرې ځواکونو په بېړیو کې رپیږي چي دا د ایران د فوځي ځواکمنتیا ښودنه کوي.

د ایران اسلامي جمهوریت همدارنګه د ځایي ټکنالوژی او کورنیو ظرفیتونو په کارولو سره، اوس په لوېدیځه اسیا کې د توغندیو او بې پیلوټو الوتکو په ټکنالوژی کې تر ټولو پرمختللي او پیاوړی هیواد بلل کیږي. د امریکا د ګلوبل فایر پاور د څېړنیز مرکز د شمېرنو له مخې، ایران په فوځي ډګر کې د نړۍ څوارلسم پیاوړی هیواد بلل کیږي.

ښکاره خبره ده، د سیمې او له سیمې ورهاخوا هیوادونه تل د ایران د وسله والو ځواکونو مانورې تر څار لاندې نیسي او په خپلو رسنیو کې په اړه تبصرې کوي.

د مثال په توګه د امریکې اسوشیتید پرس او د جرمني دویچه ولې د ایران د فوځ د تېر کال ذوالفقار مانوره له بهرنیو ځواکونو سره د مقابلې لپاره د چمتووالې په لړ کې وبللې او د صهیونیست رژیم ټلویزیونې شبکې بیا د ایران د وسله والو ځواکونو مانوره یې اسرائیل رژیم ته د خبرداری د ورکولو په معنا وګڼله.

په دغو مانورو کې یوه مهمه مساله دا ده چي د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره، امنیت د سیمې د هیوادونو تر مینځ د همکاری مهم ټکی بلل کیږي چي د سیمې د هیوادونو په وحدت او په کورنیو ظرفیتونو باندې په تکیې سره او د پردیو له مداخلې پرته تر لاسه کېدایشي.  د ایران له نظره، د پردیو په ځانګړې توګه د امریکایي ځواکونو حضور په سیمه کې امنیت او ثبات نه شي رامینځ ته کولای.  په دې خاطر ایران تل د فارس خلیج په اوبو کې له ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو سره همکاری خپل اصولي سیاست بللی دی.

امیرالبحر سیاری په دې اړه وایي:  د ایران د وسله وال فوځ مانوره د سیمې هیوادونو ته د سیمې د داخلې ظرفیتونو یادونه کوي چي د پردیو له مداخلې پرته د وحدت په پر بنیاد باندې د سولې له برقرارېدو سره مرسته کوي. تاریخ دا ثابته کړې ده چي د سیمې بهر هیوادونه تل د جنګونو او لانجو پسې دي او د هغوی حضور لوېدیځي اسیا ته له ورانی، جنګ او اشغال پرته هیڅ لاسته راوړنه درلودلې نه ده.