Jan 03, 2023 10:39 Asia/Kabul
  • د  سلیماني د مکتب پیروۍ په مدیریتي منطق عمل دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل د شهید ډګر جنرال قاسم سلیماني د مکتب پیروۍ د هغه د فردي او د ټولنیز ژوند په اصولو او په مدیریتي منطق باندې د عمل په معنا ده.

هغه د قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په لمانځلو سره وویل د پاتې شویو کارونو د ترسره کولو لپاره د حاج قاسم مخکې کیدل او د  خلکو د مشکلاتو د حل کولو لپاره له شک او دریدا پرته حرکت او د دښمانانو د دسیسو شنډول د هغه تر ټولو مهمې ځانګړنې وې.

قالیباف ډاګینه کړه د مقاومت بهیر د دغه لوړ مقام شهید او د خلکو په سرشیندنې سره نوي سا واخیستله او نن سبا د امریکا  د خباثت  او د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په مقابل کښې پیاوړی خنډ دی او بې شکه د سردار قاسم سلیمان ارزو یعني د قدس شریف ازادیدل او له سیمې د امریکا د لاسونو په کامل ډول غوڅول به ډیر زر محقق کړي.

د ایران د پارلمان مشر قالیباف ټینګار وکړ قاسم سلیماني د ایران د ملت او د اسلامي امت په وړاندې په خپلې دندې عمل وکړ او خدای پاک د هغه نوم ، یاد او حرکت له برکت څخه ډک او لاره پرانیستونکی جوړ کړ.

 

ټیګونه