ایران د الاقصی جومات سپکاه په کلکه وغاند
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د اسرائیلو د توکمپال او د ناجایز رژیم د کابینې د وزیر لخوا د الاقصی جومات سپکاوی په کلکه وغاند.
هغه ټینګار وکړ یوهیړ بیت المقدس د فلسطین هیواد همیشنۍ او ابدي پلازمینه ده او د الاقصی جومات په شمول د فلسطیین د سپیڅلیو ځایونو هرډول سپکاوی د نړیوالو مقرراتو خلاف ورزۍ او د نړۍ د مسلمانانو د سپیڅلتیاو او ارزښتونو سپکاوی دی او مسلمان ملتونه به دغه کار ته غبرګون وښي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د صهیونیسټ غاصب رژیم د نوي کابینې د لسمونکو اقداماتو او د بلاغوښتنو په هکله د فلسطین د خلکو د مقاومت په قدرونې سره وویل د فلسطین او د قدس شریف ازادۍ د اسلامي نړۍ د اولني لومړیتوب په توګه ده او دا د نړۍ د ټولو پتیالیو او په تیره بیا د اسلامي حکومتونو او ملتونو دنده ده چې د بیت المقدس د هراړخیزه دفاع کولو او د صهیونیسټ نیواکګر رژیم له تیریګرو اقداماتو سره د مقابلې کولو لپاره په متحد ډول عمل وکړي.
د اسرائیلو د ناجایز رژیم د کورني امنیت وزیر ایتامار بن ګویر په تیرې سه شنبې ورځ د دغه رژیم له پولیسو سره یوځاې د بنیامین نتانیاهو د کابینې د اولني وزیر په توګه له پینځو کلونو وروسته په الاقصی جومات یرغل وکړ.