Jan 06, 2023 03:49 Asia/Kabul
  • د مقاومت د جبهې جنګیالیو په امریکا ډګر تنګ کړی

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان برید جنرال اسماعیل قااني وویل د مقاومت د جبهې جنګیالیو په امریکا ډګر تنګ کړی دی.

هغه پرون د ایران د کرمان ولایت په ګلزار شهدا هدیرې کښې د شهید سردار حسین پور جعفري د کلیزې په مراسمو کښې د شهیدانو په تیره بیا د ډګر جنرال قاسم سلیماني او د هغه د ملګرو په تیره بیا د شهید پور جعفري د یاد او خاطرې په لمانځلو سره وویل شهید حسین پور جعفري ، شهید ابو مهدي المهندس او نور شهیدان په سرشیندنې سره له قاسم سلیماني سره ملګري شول او د مقاومت لاره یې پیاوړي کړه.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان برید جنرال اسماعیل قااني وویل شهیدانو د امریکا او د اسرائیلو په شمول د جنایتکارو دښمانانو په مینځ کښې دغه لاره داسې کچ کړه چې په دې سربیره چې اسلامي سپیڅلی نظام یې وساته په ټوله دنیا کښې  یې د رسول الله د معنوي زامنو چې د استکبار له ظلم سره مخ و هم په زړورتیا سره دفاع وکړه.

هغه دې ته په اشارې سره چې د شهید قاسم سلیماني مکتب د زړروتیا د اقتدار او په دنیا کښې د زوروینې او د استکبار په مقابل کښې د مقاومت کولو مکتب دی وویل د ایران د اسلامي انقلاب په بریالیتوب سره هر ګواښ په فرصت بدل شو او له فلسطین ، له سوریې او یمن رانیولي په ټوله دنیا کښې د مقاومت ځواکونو د شهید قاسم سلیماني په شمول د ایران له شهیدانو بیلګه اخیستي او په امریکا یې ډګر تنګ کړی.

 

ټیګونه