د ایران د علمیه حوزو مدیر د طالبانو اقدام خواشینونکی وباله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125800-د_ایران_د_علمیه_حوزو_مدیر_د_طالبانو_اقدام_خواشینونکی_وباله
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د علمیه حوزو مدیر ایت الله علیرضا اعراقي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په علم باندې د ښځو سمبالول د ننۍ ټولنې ضرورت دی په افغانستان کښې د ښځو په زده کړې بندیز یې خواشینۍ څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 06, 2023 00:58 Asia/Kabul
  • د ایران د علمیه حوزو مدیر د طالبانو اقدام خواشینونکی وباله

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د علمیه حوزو مدیر ایت الله علیرضا اعراقي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په علم باندې د ښځو سمبالول د ننۍ ټولنې ضرورت دی په افغانستان کښې د ښځو په زده کړې بندیز یې خواشینۍ څرګنده کړه.

هغه په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت لخوا د ښځو په زده کړې باندې د بندیز په هکله د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل په افغانستان کښې د ښخو په زده کړې باندې بندیز ستر تاوان دی.

د ایران د علمیه حوزو  مدیر ایت الله علیرضا اعراقي وویل اسلام د پوهې او د علم او د تفکر د زده کولو دین دی او خلک یې له نژادي او جنسیتي سرحدونو ورهاخوا عقلاني غوړیدا، معرفتي او علمي ودې ته وربللي دي.

هغه وویل د علم زده کولو ته بلنه د اسلام په علمي ، سیاسي او کلتوري تاریخ  کښې د سترو میرمنو د رامینځته کیدا سبب شوي ده  او د هر مسلمان لپاره د ویاړ سرچینه ده ؛د اسلام د تاریخ په اوږدو په تیره بیا د اسلام په سرکینیو(صدر اسلام) کښې ډیرې پوهې او سترې میرمنې رامینځته شوي او هغوې تل د علم او د پوهې په ترلاسه کولو او الهي قوانینو او د شرعي حدودوو او ضوابطو په ساتلو سره توانیدلي دي د پوهې او د ودې څوکې فتح کړي او دین او بشري ټولنو ته زیات خدمتونه وکړي.

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د لوړو زده کړو وزارت د هیواد حکومتي او خصوصي پوهنتونونو ته حکم ورکړی دی چې د  ښځینه محصیلینو زده کړې وځنډوي چې دغه اقدام په هیواد او خارج کښې د هیوادونو او د خلکو پراخې نیوکې ځان پسې لرلي دي.