د ایران د علمیه حوزو مدیر د طالبانو اقدام خواشینونکی وباله
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د علمیه حوزو مدیر ایت الله علیرضا اعراقي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په علم باندې د ښځو سمبالول د ننۍ ټولنې ضرورت دی په افغانستان کښې د ښځو په زده کړې بندیز یې خواشینۍ څرګنده کړه.
هغه په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت لخوا د ښځو په زده کړې باندې د بندیز په هکله د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل په افغانستان کښې د ښخو په زده کړې باندې بندیز ستر تاوان دی.
د ایران د علمیه حوزو مدیر ایت الله علیرضا اعراقي وویل اسلام د پوهې او د علم او د تفکر د زده کولو دین دی او خلک یې له نژادي او جنسیتي سرحدونو ورهاخوا عقلاني غوړیدا، معرفتي او علمي ودې ته وربللي دي.
هغه وویل د علم زده کولو ته بلنه د اسلام په علمي ، سیاسي او کلتوري تاریخ کښې د سترو میرمنو د رامینځته کیدا سبب شوي ده او د هر مسلمان لپاره د ویاړ سرچینه ده ؛د اسلام د تاریخ په اوږدو په تیره بیا د اسلام په سرکینیو(صدر اسلام) کښې ډیرې پوهې او سترې میرمنې رامینځته شوي او هغوې تل د علم او د پوهې په ترلاسه کولو او الهي قوانینو او د شرعي حدودوو او ضوابطو په ساتلو سره توانیدلي دي د پوهې او د ودې څوکې فتح کړي او دین او بشري ټولنو ته زیات خدمتونه وکړي.
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د لوړو زده کړو وزارت د هیواد حکومتي او خصوصي پوهنتونونو ته حکم ورکړی دی چې د ښځینه محصیلینو زده کړې وځنډوي چې دغه اقدام په هیواد او خارج کښې د هیوادونو او د خلکو پراخې نیوکې ځان پسې لرلي دي.