د امریکا د ولسي جرګې مشر تراوسه نه دی انتخاب شوی
فارس خبري اژانس راپور راکړی د امریکا رسنیو راپور ورکړی د ولسي جرګې کانګرس د مشر په توګه د کوین میک کارتي(Kevin Owen McCarthy) د انتخاب لپاره د اوم ځل لپاره رایو اچولو ماتي خوړلي ده.
د تیر میلادي کال د نوامبر د میاشتې په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې د امریکا ریپبلیکن ګوند وتوانید چې دوه سوه دوه ویشت څوکۍ ترلاسه کړي او ډیموکراټ ګوند هم دوه سوه دولس څوکۍ ګټلي وې.
د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د مشر د انتخاب لپاره په ټول کښې دولس سوه اتلس موافقو رایو ته ضرورت شته.
د امریکا ولسي جرګې کانګرس او ریپبلیکن ګوند په تیرو سلو کلونو کښې له یوه تر ټولو ستر کړکیچ سره مخامخ دی او نه دي توانیدلي په لومړي پړاو کښې یو استازی د نوي مشر په توګه انتخاب کړي.
د امریکا د ریپبلیکن ګوند د ولسي جرګې د غړیو ترمینځ اختلاف دوام لري او له قوانینو سره سم د امریکا کانګرس تر هغه وخت پورې چې د ولسي جرګې مشر انتخاب نشي خپل فعالیت نشي پیلولای.
په عین حال کښې د امریکا ولسمشر بایډن د کانګرس د مشر په انتخابولو او د ولسي جرګې د فعالیت په پیلولو کښې د ریپبلیکن ګوند په ماتي خوړلو باندې نیوکې سره هغه د خپل هیواد لپاره د شرم او د خیځالت سبب وباله او ویې ویل دغه ناکارندوالی منفي انعکاس لري.