دښمنان د اسلامی ایران پر ولس نشی مسلط کیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125818-دښمنان_د_اسلامی_ایران_پر_ولس_نشی_مسلط_کیدلی
ایران د ولس دښمنان  د اسلامی انقلاب له هماغه بری راهسې تردې دمه تل  دظالمانه بندیزونو په اعمالولو سره د هیواد په اقتصاد کې د درندو ګوزارنو هڅه کوي او له هیڅ ډول صنعتي بندیزونو ئې  ډډه نه ده کړې ،خو دایران ولس تر دې دمه د دښمنانو ددغو دسیسو او نقشو په وړاندې په داخلی تولیداتو باندې په تکیې سره مقاومت کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 06, 2023 08:25 Asia/Kabul
  •   دښمنان د اسلامی ایران پر ولس نشی مسلط کیدلی

ایران د ولس دښمنان  د اسلامی انقلاب له هماغه بری راهسې تردې دمه تل  دظالمانه بندیزونو په اعمالولو سره د هیواد په اقتصاد کې د درندو ګوزارنو هڅه کوي او له هیڅ ډول صنعتي بندیزونو ئې  ډډه نه ده کړې ،خو دایران ولس تر دې دمه د دښمنانو ددغو دسیسو او نقشو په وړاندې په داخلی تولیداتو باندې په تکیې سره مقاومت کړی دی.

 

د  اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو دسمندري ځواک قوماندان امیر البحر تنګسیري ددښمنانو په وړاندې د ایران دولس مقاومت کلکې دریدا ته په اشارې سره  ووئيل، دښمن  د ایران پر ولس نشي مسلط  کیدلی.

ایران د ولس دښمنان  د اسلامی انقلاب له هماغه بری راهسې تردې دمه تل  دظالمانه بندیزونو په اعمالولو سره د هیواد په اقتصاد کې د درندو ګوزارنو هڅه کوي او له هیڅ ډول صنعتي بندیزونو ئې  ډډه نه ده کړې ،خو دایران ولس تر دې دمه د دښمنانو ددغو دسیسو او نقشو په وړاندې په داخلی تولیداتو باندې په تکیې سره مقاومت کړی دی.

زمونږخبریال راپورراکړ، د ایران د  اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دسمندري ځواک قوماندان امیر البحر علیرضا تنګسیري د دشتستان ولسوالۍ په شاوخوا کې د بانکاره شهیدانو د درنښت په دستورو کې له دښمن سره په مقابلې کې د ایران داسلامی جمهوریت  اقتدار ته په اشارې سره ووئيل، د یوې هغې امریکائي لوئې جنګی بیړئ په وړاندې  چې بې شمیره سټراټژيک  توغندي لري، دایران شپږماکوګان دریږي او  هغه ستره جنګي بیړه  مجبوره کیږي، بیرته وګرځي،البته  په داسې حالاتو کې چې،خاوند ئې ځان زبرځواک ګڼي.

د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک قوماندان روښانه کړې ده ،دښمنان په سیمې کې د سپاه  له قدرت او رول لوبونې څخه حک بک پاتې دي  او  دې موضوع ته په مناسب ځواب پسې دي خو هیڅ نشي کولی.

د ایران دفاعي نظریه  اساسا په پرمختللی مخنیونکي اصل مشتمله ده ،د حقیقي مخه نیونې لپاره د  وسلوال  قدرتمن او سنبال  پوځي ځواک په اختیار کې درلودل او د باؤري پوځي او وسلوالو توانمنیو درلودل  اساسی رول لري.