د ایران او د پاکستان خارجه وزیرانو خبرې وکړې
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران او د پاکستان د خارجه وزیرانو په ټیلي فوني خبرو کښې د وروستیو دوه اړخیزه اړیکو او بدلونونو او د ځینو نړیوالو او د سیمه ییزو موضوعګانو په هکله سلامشوره او د نظر تبادله وکړه.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو د کار په پراخولو کښې د صهیونیسټ رژيم د لابۍ د خوځښتونو په دوام او الاقصی جومات ته په سپکاوي کښې د دغه جعلي رژیم په نوي اقدام سخته نیوکه وکړه او ویې ویل دیني مرجعیت او سپیڅلتیاو ته په سپکاوي کښې د فرانسې د مجلې د اقدام شاته صهیونیسټي لابۍ ولاړه ده که څه هم په دې هکله د فرانسې د حکومت مسوولیت کمیږي نه.
حسین امیر عبداللهیان د پاکستان له همڅنګ بلاول بوټو زرداري سره په خبرو کښې ټینګار وکړ اسلامي هیوادونه باید اجازه ورنکړي چې ځینې لویدیځ هیوادونه د ازادۍ په نوم اسلامي سپیڅلتیاو ته سپکاوی او د نفرت رامینځته کول په اجنډا کښې شامل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم له ترهګرو فعالیتونو سره په مبارزې کښې د ایران او د پاکستان د ګډو امنیتي او پوځي ملګرتیاو پرضرورت ټینګار وکړ او د صهیونیسټ رژیم د یرغلګرو کړچارونو په دوام او په تیره بیا د الاقصی جومات په سپکاوي کښې د دغه رژیم په اقداماتو باندې د اندیښنې په څرګندولو سره یې وویل په فلسطین کښې د بې عدالتۍ په وړاندې د هیوادونو چپتیا باید ختمه شي.