ایران په افغانستان کښې د نشه ایزو توکو د تولید د زیاتیدو په هکله خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125910-ایران_په_افغانستان_کښې_د_نشه_ایزو_توکو_د_تولید_د_زیاتیدو_په_هکله_خبرداری_ورکړ
ایران په افغانستان کښې د نشه ایزو توکو د تولید د زیاتیدو په هکله خبرداری ورکړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2023 04:22 Asia/Kabul
  • ایران په افغانستان کښې د نشه ایزو توکو د تولید د زیاتیدو په هکله خبرداری ورکړ

ایران په افغانستان کښې د نشه ایزو توکو د تولید د زیاتیدو په هکله خبرداری ورکړی دی

د ایران له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د کمیټې د نړیوالو چارو مرستیال وویل: د نشه ایزو توکو په څه باندې درې چنده زیاتیدواو د افغانستاني بزګرو ترمینځ رامینځته شوي مالي ګردش ته په پام سره، دا ویره شته چې د کوکنارو کښت او تولید ته ګروهنه لازیاته شي.

محمد مسعود زاهدیان په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت په لور د نشه ایزو موادو انتقال نشه ایزو توکو ته د لاسرسۍ زمینه زیاتوي او هدف ټ،لنه یې ځوانان او ځلمیان دي، زیاته کړه: د نشې خرابونکې اغیزې د ټولنې د مختلفو پرګنو لپاره د امنیتي، روغتیايي او درملیزو ستونزو او ګډوډي د رامینځته کیدو سبب کیږي.

د ویلو ده چې په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو په کښت او تولید باندې د بندیز د حکم له صادریدو کابو د نهو میاشتو په تیریدو سره دغه هیواد لاهم د نشه ایزو موادو ترټولو ستر تولیدونکی دی.