د شهید سلیماني د شهادت له آمرانو انتقام محفوظ دی
له سیمې د امریکې د ترهګرو ځواکونو ایتسل او د شهید سلیماني د شهادت له آمرانو انتقام محفوظ دی
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز ټینګار وکړ: د سردار سلیماني د شهادت لپاره د ترهګر اقدام د آمرانو او عاملانو څخه انتقام د اسلامي ایران او د مقاومت د جبهې لپاره محفوظ دی او دا دوسیه به د ترهګرو تر سزا کیدو پورې خلاصه پاتې شي.
جنرال باقري پرون د شهید سلیماني له ویاړه د ډکو عملیاتو د کلیزې د درنښت په مناسبت یو پيغام کښې زیاته کړه: د ایران د ملي او د اسلامي نړۍ د اتل سردار قاسم سلیماني او د مقاومت په جبهه کښې د هغه د یوه ډله همسنګرانو او قومندانانو په ټرور کښې د امریکې د حکومت ترهګر اقدام د ایران ولس، اسلامي نړۍ او د نړۍ نور ټول ولسونه هک حیران کړل چې څه ډول یو حکومت توانیدلی چې د ټولو حقوقي، سیاسي او نړیوالو قواعدو او اصولو خلاف، د عراق د حکومت رسمي میلمه د هوايي حملې هدف وګرځوي.
د ایران د وسله والو ځواکونو د لوې درستیز په پيغام کښې همداشان راغلې دي: په عین الاسد امریکايي اډې باندې حمله کښې د ایران د وسله والو ځواکونو عملیات یوازې د کار پیل و او د ایران د اسلامي جمهوریت او د مقاومت د چورلیز سټراټیجي، همهغه ډول چې سردار سلیماني یې هم د عملي کیدو په تکل کښې و، له سیمې د امریکې د ترهګرو ځواکونو ایستل دي او دا هدف به د نتیجې تر ترلاسه کیدو پورې تعقیب شي.