Jan 09, 2023 04:11 Asia/Kabul
  • شهید قاسم سلیماني له ترهګرۍ سره د مبارزې مشر و

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د غږملونکي مرستیال برید جنرال محمد رضا نقدي ټينګار وکړ امریکا قاسم سلیماني شهید کړ په داسې حال کښې چې هغه له ترهګرۍ سره د مبارزې مشر و.

هغه وویل نن سبا د شهید قاسم سلیماني او د ابو مهدي المهندس او د حرم د مدافعانو په قدر ښه پوهیږو.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د غږملونکي مرستیال برید جنرال محمد رضا نقدي زیاته کړه امریکا د داعش ترهګرې ډلې څو زره کسانو ته پوځي روزنه ورکړه او په سیمه کښې یې جنګ رامینځته کړ چې انقلاب ، نظام او مقاومت تر اغیز لاندې ورشي په داسې حال کښې چې د امریکا دغه پلان محقق نشو.

هغه وویل دا د حرم مدافعان او شهید قاسم سلیماني و چې د داعش ترهګرې ډلې په مقابل کښې ودریدل او دغه ډلې ته یې ماتي ورکړه.

رضا نقدي وویل د ایران اسلامي جمهوریت د قدرت په ټولو مولفو کښې د ودې په حال کښې دی او امریکا د ځوړتیا په حالت کښې ده.

رضا نقدي  وویل د ایران اسلامي جمهوریت په پوځي ډګر کښې داسې مقام ته رسیدلی دی چې په خپل لویدیځ هیوادونه په سیمه کښې د ایران پوځي توان لومړی لمبر ګڼي.

 

ټیګونه