د ایران او خارجي ورځپاڼو ته کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.
نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو.
د برازیل هیواد د ټرامپ چې همداس اوس د امریکا په فلوریډا ایالت کښې دی ملاتړو بلواګرو د ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو په لمسون او د ولسمشري په انتخاباتو کښې د درغلۍ په ادعا سره په تیرې یکشنبې ورځ په پلازمینې برازیلیا کښې په حکومتي ودانیو حملې وکړې او د څو ساعتونو لپاره یې پارلمان ، ستره محکمه او د ولسمشرۍ ماڼۍ په نیواک کښې وروستلې.
د برازیل ولسمشر هم د بلواګرو د ځپلو حکم ورکړ.
د افغانستان د خلکو بیلابیلو پرګنو د هیواد د پینځویشت ښاریزو په وژلو کښې د انګلستان د شاهزاده هیري د اقدام د غندلو په ترڅ کښې چې څو ورځې مخکې یې ورباندې اعتراف کړی وو وویل د بریتانیا د دغه شاهزاده اعترافات یوازې په افغانستان کښې د امریکا د اوږده جنګ په بهیر کښې د ناټو د متحدانو د جنګي جنایت یوه برخه ده.
د عراق یوه استازي علي ترکي الجمالي وویل د دغه هیواد پخوانی لومړی وزیر مصطفی الکاظمي څه موده کیږي چې د محاکمه کیدا له ویرې څخه متحده عربي اماراتو ته تښتیدلی دی.
په مصطفي کاظمي باندې لګیدلی تور دا دی چې د مقاومت د سترو قومندانانو قاسم سلیماني او د ابو مهدي المهندس په ټرور کښې یې د امریکا له پوځ او حکومت سره مرسته کړي وه.
د امریکا پخواني خارجه وزیر هینري کسینجر په خپل نوي کتاب سپیر(Spare) کښې ولیکل په ناټو ائتلاف کښې د غړیتوب لپاره د اوکراین د کاندید کیدا لغو کیدل او د دغه هیواد(اوکراین) لخوا د بې طرفۍ د حالت غوره کول له روسیې سره نښته ختموي.
د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو استازی د انګلستان د جاسوسۍ ادارې ايم ايي سیکس جاسوس ووت.
د یمن مقاماتو په ځلونو د ملګروملتونو بیلابیل استازي له سعودي عربستان او د ریاض له لویدیځو متحدانو په ملاتړ او پلویتوب تورن کړي دي او همدا اوس یو راپور ایشوا شوی دی چې ښودنه کوي د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو پخوانی استازی د لندن د ایم ايي سیکس جاسوسي ادارې جاسوس و او هغه کوشش کړی دی چې د یمن د جنګ په هکله د سعودي عربستان او د لویدیځو هیوادونو د نظر وړ روایت وړاندې کړي.
د بحرین په مرکزي زندان کښې بندیانو په غیرانساني شرایطو باندې اعتراض کړی.
د بحرین په جو مرکزي زندان کښې سرچینو په دغه بندي خانې کښې د غیر انساني شرایطو د واکمنیدا او د بندیانو د شکنجه کیدا خبر ورکړی.
د بحرین ال خلیفه رزیم په بحرین کښې هماغه لاره کچ کوي چې عربستان یې په خپل هیواد کښې ترسره کوي.
د بحرین کابو څوارلس بندیان له سختو شکنجو او سپکاویو او بد چلند سره مخ دي.
نیشنل اینټرسټ مجلې په دوه زره درویشتم میلادي کال کښې د نړۍ د حالت لرلید په بازارونو کښې د ګډوډۍ ، د اقتصادي ځوړتیا ، د اوکراین جنګ او د کورونا ویروس دوام ته په پام سره بې ثباته ، تور او نامطمئن اټکل کړی دی.
د صهیونیسټ رژيم د کابینې تر ټولو زوري پلانونه پیل شوي دي.
هغه اقدامات چې د اسرائیلو سرزورو کسانو د فلسطین د خلکو پرضد پلان کړي او ځینې یې پیل کړي دي فلسطیني ټاټوبي تر ایرو لاندې په اور بدل کړي دي او هره شیبه اور زیاتیدلی شي او د تل ابیب پرضد د نوي جنګ سبب شي.
()
اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي درسره شریک کړو.
د عراق پخوانی لومړی وزیر مصطفی کاظمي له محاکمه څخه د ځان د تښتولو لپاره متحده عربي اماراتو ته تښتیدلی دی.
هغه د سردار قاسم سلیماني او د ابو مهدي المهندس په ټرور کښې د امریکا له عسکرو سره ملګرتیا کړي.
نیواکګر صهیونیسټ رژیم له عمومي ځایونو څخه د فلسطین د بیرغونو د لیرې کولو حکم ورکړ.
د صهیونیسټ رژيم پوځیانو د لویدیځې غاړې او د قدس په بیلابیلو سیمو باندې د حملو په بهیر کښې اوه فلسطینیان ونیول او نیواکګرو پوځیانو دغه راز په نابلس ښار کښې په خله العامود سیمې برید وکړ.
د نړۍ هیوادونو د برازیل د ولسمشرۍ په ماڼۍ او پارلمان باندې د برازیل د ټرامپ بولسونارو د ملاتړو حمله وغندله.
د امریکا پخواني خارجه وزیر هینري کسینجر وویل د اوکراین لخوا د بې طرفۍ اعلانیدل د جنګ د ختمیدا حل لاره ده.
د امریکا دوو پخوانیو لوړرتبه چارواکو کانډولیزا رائیس او رابرټ ګیټس وویل چې اوس وخت د اوکراین په ګټه نه دی.
()
د تهران رادیو ګرانو دوستانو اوس به د نړۍ د ځینو ورځپاڼو مهم سرټکي درسره شریک کړو.
()
د برتانیا چاپ انډيپینډینټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د ۲۵ طالبانو د وژلو په اړه د برتانوي شهزاده هیري د اعتراف پر وړاندې غبرګونونو ته کتنه کړې او لیکلي یې دي چې په افغانستان کې دننه خلکو د اعتراضونو پرمهال د شهزاده هري د محاکمې غوښتنه کړې.
شهزاده هري د سپېیر((spare) یا اضافي په نوم په خپل کتاب کې چې له چاپ مخکې یې ځینې برخې تېره اونۍ په اسپانیا کې افشا شوې لیکلي چې ده په افغانستان کې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې د اپاچي هیلیکوپټرو د پیلوټ په توګه د پوځي دندې پرمهال ۲۵ طالبان وژلي دي او ورسره یې زیاته کړې چې په دې کار نه پښېمانه دی او نه پرې ویاړي بلکې دا کار ده ته داسې ښکاریده لکه د شطرنج له تختې چې دانې لېرې کوي.
د هغه دا څرګندونې په بریتانیا او نوره نړۍ او په افغانستان کې دننه له سختو نیوکو او غبرګونونو سره مخامخ شوې.
انډيپینډینټ ورځپاڼې په هلمند کې د شاوخوا ۲۰ استادانو او محصلانو په ګډون د یوې اعتراضیه غونډې د جوړېدو یادونه کوي. هلمند د افغانستان هغه ولایت دی چې د نړیوالو ځواکونو د حضور پرمهال برتانوي ځواکونه پکې دېره وو.
د دې غونډې یوه ګډونوال ملا عبدالله، چې وايي په ۲۰۱۱ کال کې یې د کورنۍ ۴ غړي په نهرسراج ولسوالۍ کې د برتانوي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي، اسوشیتیدپریس خبري آژانس ته ویلي دي چې د شهزاده هري عمل د بشریت له ټولو اصولو سره په ټکر کې دی او دوی یې غندي. هغه غوښتنه کړې چې شهزاده هري باید د دې عمل په خاطر له قانوني اقداماتو سره مخامخ شي.
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف او طالبانو ترمنځ د تېرو شلو کلونو په جګړو کې لسګونه زره افغانان وژل شوي چې اکثر ملکي وګړي دي. ډېری ملکي تلفات د نړیوال ایتلاف په هوايي حملو او د طالبانو په ځان وژونکو بریدونو کې اوښتي دي.
()
امریکایۍ نیویارک پوسټ ورځپاڼې په دې اړه په یوه مطلب کې خبر ورکړی چې د بریتانیا د سمندري ځواکونو پخوانی افسر پین فارتینګ د شهزاده هري د همدې څرګندونو له کبله د کابل پرېښودو ته اړ شوی دی.
۵۳ کلن فارتینګ همغه برتانوی وګړی دی چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې، د جمهوري نظام د سقوط پرمهال یې یو شمېر سپیان او پیشوګانې له کابله واېستلې.
نوموړي، چې وايي د شهزاده هري کتاب یې نه دی خوښ شوی د جمعې په ورځ برتانوۍ دې سن خپرونې ته ویلي و چې په افغانستان کې د دندې پرمهال د شهزاده هري انقلابي څرګندونو د ده ژوند له خطر سره مخامخ کولای شوای نو ځکه دی د احتمالي انتقامي حملو له وېرې له کابله ووت او حیواناتو ته د استوګنې د ځای د برابرولو کار یې نیمګړی پاتې شو.
د نیویارک پوسټ د لیکوال په وینا داسې ښکاري چې په افغانستان کې د فارتینګ هغه هڅې چې په تېرو اتلسو میاشتو کې یې د کوڅه ډبو حیواناتو د ژغورنې لپاره پیل کړې وې، اوس ځنډېدلې دي.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده نور له تاسو اجازه غواړو خوښ وسئ.