ایران د طالبانو له حکومت سره ملګرتیا کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126090-ایران_د_طالبانو_له_حکومت_سره_ملګرتیا_کوي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان له خلکو د ملاتړ کولو سیاست ته په پام سره د اقتصاد په شمول په بیلابیلو حوزو کښې د طالبانو له موقته حکومت سره د ملګرتیا کولو په حال کښې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2023 12:44 Asia/Kabul
  • ایران د طالبانو له حکومت سره ملګرتیا کوي

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان له خلکو د ملاتړ کولو سیاست ته په پام سره د اقتصاد په شمول په بیلابیلو حوزو کښې د طالبانو له موقته حکومت سره د ملګرتیا کولو په حال کښې دی.

هغه په افغانستان کښې د امنیت او د ثبات د رامینځته کولو او د دغه هیواد په اقتصادي پراختیا کښې د تهران د رول د زیاتولو لپاره د ایران د حکومت د هڅو په باره کښې وویل افغانستان د ایران د اقتصاد بشپړیدونکی کیدلای شي او له افغانستان سره د ملګرتیا پراخول د ایران د حکومت سیاست دی.

د افغانستان په چارو کښې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل د افغانستان څه د پاسه اویا فیصده عاید کم شوي دي په دې ډول چې واک ته د طالبانو له رسیدا راهسې د نړیوالې ټولنې مرستې له کابو دیارلس میلیارډو ډالرو څخه درې میلیارډه ډالرو ته کمې شوي او دغه کموالي د افغانستان اقتصاد او د خلکو معیشت تر اغیز لاندې وروستلی دی په عین حال کښې د ایران اسلامي جمهوریت په ښه ډول دغه مهمه موضوع او د خپلو ګاونډیو هیوادونو شرایط درک کړي دي.

په افغانستان کښې د ایران سفیر قمي وویل هر څومره چې د افغانستان اقتصادي حالت خرابیږي او کړکیچن کیږي نورو هیوادونو په تیره بیا ایران ته د کډوالو ورتلل به نور زیات شي په همدې اساس د ایران اسلامي جمهوریت هم له انسان دوستانه ، اخلاقي او انساني نظره او هم د ګټو له نظره د اقتصاد په حوزه کښې د خپلې یوې اصلي سټراتيژۍ په توګه له افغانستان سره ملګرتیا په اجنډا کښې شامله کړي ده.