د فرانسوې نشریې په سپکاوې د ارمني عیسویانو د مشر نیوکې
د ایران په اذربایجان کې د ارمني عیسویانو عمومي مشر د فرانسوي نشریې شارلي ابدو له لورې د مسلمانانو د مذهبي مرجعیت د سپکاوی غندنه کړې ده.
څو ورځې مخکې د فرانسې شارلې ابدو نشریې چي له دې مخکې هم د اسلام د ګران پیغمبر سپکاوی کړي وو، په یوه تازه اقدام کې د مسلمانانو د مذهبي مرجعیت په هکله د سپکاوی ډک کارټونونو او سپکو الفاظو د کارولو یوه سیالي جوړه کړې وه چي دغه ناوړه عمل د پراخو غبرګونونو سبب شوی دی.
د دغه فرانسوی نشریې د ناوړه اقدام په وړاندې د غبرګونونو په دوام کې دا ځلې په ایران کې د ارمني عیسویانو عمومي مشر ګریګور چیفچیان په تبریز کې د اسلامي ارشاد او فرهنګ له مدیر سیدمحمد حسین بلاغي سره په کتنه کې ویلي: د بیان آزادی او نیوکې خپل اصول او چوکاټ لري، دغه اصول باید په کورنۍ کې هم رعایت شي، په نړۍ کې هم باید د حدودو او اصولو درناوی وشي. هغه سوله او ثبات او د ایران د ځمکنۍ بشړتیا خوندیتوب په ایران کې د ارمنيانو هیله وباله.
د عیسویانو دغه مشر د دې په بیانولو چي د ایران په اسلامي جمهوریت د مختلفو مذاهبو تر مینځ سوله ایز ژوند باید د نړیوالو لپاره بېلګه وګرځي، وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت نظام د مختلفو مذاهبو له پیروکارانو سره، ښه چلند کوي او ټوله مذهبونه په ایران کې له یو بل سره برابر دي.