افغانستان د ایران یو سټراټژيک متحد کیدلی شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126666-افغانستان_د_ایران_یو_سټراټژيک_متحد_کیدلی_شي
کاظمي قمي زیاته کړه،له افغانستانه  دامریکائي پوځیانو د وتلو  څه دپاسه یو نیم کال تیریږي او په افغانستان کې د نوي حاکمیّت  شاهدان یوو او په دغې مودې کې د ایران سیاست  دافغانستان له نوي واکولانو سره پر تعامل او ملګرتیا تکیه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2023 03:43 Asia/Kabul
  •  افغانستان د ایران یو سټراټژيک متحد کیدلی شي

کاظمي قمي زیاته کړه،له افغانستانه  دامریکائي پوځیانو د وتلو  څه دپاسه یو نیم کال تیریږي او په افغانستان کې د نوي حاکمیّت  شاهدان یوو او په دغې مودې کې د ایران سیاست  دافغانستان له نوي واکولانو سره پر تعامل او ملګرتیا تکیه کړې ده.

زمونږخبریال راپور راکړ، د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په افغانستان کې  د ایران نوی سفیر حسن کاظمي قمي  په یولړ څرګندونو کې  روښانه کړې ده ،افغاسنتان د یوه ګاونډي هیواد په توګه  په ډيرو ظرفیّتونو سره  د ایران په بهرني سیاست کې مقام موندلی او یو سټراټژيک متحد کیدلی شی او دا امکان ډير زیات دی.

کاظمي قمي زیاته کړه،  له افغانستانه  دامریکائي پوځیانو د وتلو  څه دپاسه یو نیم کال تیریږي او  په افغانستان کې د نوي حاکمیّت  شاهدان یوو او په دغې مودې کې د ایران سیاست  دافغانستان له نوي واکولانو سره پر تعامل او ملګرتیا تکیه کړې ده.

 هغه  چې په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت  دسفیر په توګه ټاکل شوی دی ، پرون کابل ته تللی دی. له دې مخکې په افغانستان کې  دایران دسفارت مسئولیّت دبهادر امینیان په غاړه ؤ.

په افغانستان کې د طالبانو  بیرته واک ته په رسیدا پسې  او ددغه هیواد په ضد د امریکا په چټي پلمو سره داقتصادي بندیزونو او د افغانستان د میلیارډونو ډالرو له  مصادره کولو وروسته ددغه هیواد وضعیّت ورځ تربلې په خرابیدو دی  او د و لس ستونزې او مشکلات ئې لاپسې زیات کړي دي.