افغانستان د ایران یو سټراټژيک متحد کیدلی شي
کاظمي قمي زیاته کړه،له افغانستانه دامریکائي پوځیانو د وتلو څه دپاسه یو نیم کال تیریږي او په افغانستان کې د نوي حاکمیّت شاهدان یوو او په دغې مودې کې د ایران سیاست دافغانستان له نوي واکولانو سره پر تعامل او ملګرتیا تکیه کړې ده.
زمونږخبریال راپور راکړ، د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ایران نوی سفیر حسن کاظمي قمي په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ،افغاسنتان د یوه ګاونډي هیواد په توګه په ډيرو ظرفیّتونو سره د ایران په بهرني سیاست کې مقام موندلی او یو سټراټژيک متحد کیدلی شی او دا امکان ډير زیات دی.
کاظمي قمي زیاته کړه، له افغانستانه دامریکائي پوځیانو د وتلو څه دپاسه یو نیم کال تیریږي او په افغانستان کې د نوي حاکمیّت شاهدان یوو او په دغې مودې کې د ایران سیاست دافغانستان له نوي واکولانو سره پر تعامل او ملګرتیا تکیه کړې ده.
هغه چې په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت دسفیر په توګه ټاکل شوی دی ، پرون کابل ته تللی دی. له دې مخکې په افغانستان کې دایران دسفارت مسئولیّت دبهادر امینیان په غاړه ؤ.
په افغانستان کې د طالبانو بیرته واک ته په رسیدا پسې او ددغه هیواد په ضد د امریکا په چټي پلمو سره داقتصادي بندیزونو او د افغانستان د میلیارډونو ډالرو له مصادره کولو وروسته ددغه هیواد وضعیّت ورځ تربلې په خرابیدو دی او د و لس ستونزې او مشکلات ئې لاپسې زیات کړي دي.