عبداللهیان وایی له مقابلو لورود برجام په اړه پیغامونه ترلاسه شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127042-عبداللهیان_وایی_له_مقابلو_لورود_برجام_په_اړه_پیغامونه_ترلاسه_شول
د ایران خارجه وزیر ښاغلی امیر عبداللهیان وویل اسلامی ایران تل له سیمه ایزو خبرو اترو هرکلی کړی او مزاکرات او مسولیت منل د سیمې د هیوادونو ترمینځ د پیاوړو او پایدارو ملګرتیاو ته د رسیدا لپاره ضروری سریزې بولي .
(last modified 2023-01-29T22:40:51+00:00 )
Jan 30, 2023 03:09 Asia/Kabul
  • عبداللهیان وایی له مقابلو لورود برجام په اړه پیغامونه ترلاسه شول

د ایران خارجه وزیر ښاغلی امیر عبداللهیان وویل اسلامی ایران تل له سیمه ایزو خبرو اترو هرکلی کړی او مزاکرات او مسولیت منل د سیمې د هیوادونو ترمینځ د پیاوړو او پایدارو ملګرتیاو ته د رسیدا لپاره ضروری سریزې بولي .

د ایران خارجه وزیر ښاغلی امیر عبداللهیان له خپل قطری همڅنګ شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثانی سره په ګډ خبري کانفرنس کې وویل د قطر د خارجه وزیر له لارې د مقابل لورو برجامی پیغامونه یې ترلاسه کړي دي .

ده همداراز د ایران د ظالمانه بایکاټونو د لیری کولو لپاره د قطر له هلوځلو په قدرونې سره زیاتاته کړه قطر خپلو ژمنو ته د برجام د ټولو لورو د ستنولو لپاره کوشش کوي . د ایران خارجه وزیر ښاغلی امیر عبداللهیان وویل اسلامی ایران تل له سیمه ایزو خبرو اترو هرکلی کړی او مزاکرات او مسولیت منل د سیمې د هیوادونو ترمینځ د پیاوړو او پایدارو ملګرتیاو ته د رسیدا لپاره ضروری سریزې بولي .

ده په عین حال کی جوته کړه د قطر له خارجه وزیر سره په خبرو کې په ایران کې په وروستیو بلواګانو کې د امریکا او دریو اروپایی هیوادونو لاس وهونکیو اقداماتو او غیر رغنده رول ته اشاره کړی ده خو د بایکاټونو د لغوه کولو او خبرو اترو په مسله کې د بیغامونو د انتقال اود قطر د هلوځلو په اړه هرکلی کیږي .