امریکا باید له اسرائیلو ډیر لګښته ملاتړونه ختم کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127388-امریکا_باید_له_اسرائیلو_ډیر_لګښته_ملاتړونه_ختم_کړي
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اساسي قانون د ساتندویه شورا حقوقدان غړي «عباسعلي کد خدايي» وویل پایداره امنیت او سوله به د ملګروملتونو د منشور د اصلي ایډیل په توګه هغه وخت په سیمه کښې رامینځته شي چې امریکا له صهیونیسټ رژیم څخه خپل ډیر لګښته ملاتړونه ختم کړي.
(last modified 2023-02-04T21:37:48+00:00 )
Feb 05, 2023 01:58 Asia/Kabul
  • امریکا باید له اسرائیلو ډیر لګښته ملاتړونه ختم کړي

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اساسي قانون د ساتندویه شورا حقوقدان غړي «عباسعلي کد خدايي» وویل پایداره امنیت او سوله به د ملګروملتونو د منشور د اصلي ایډیل په توګه هغه وخت په سیمه کښې رامینځته شي چې امریکا له صهیونیسټ رژیم څخه خپل ډیر لګښته ملاتړونه ختم کړي.

هغه وویل له صهیونیسټ نیواکګر رژیم څخه د امریکا ملاتړ له حکومتي ټروریزم څخه ملاتړ او د فلسطین د مظلومو خلکو د برخلیک د ټاکلو له حق سره مخالفت دی.

د فلسطین د خلکو پرضد په نیواکي ټاټوبو کښې د صهیونیسټ رژیم ملاتړونه په داسې شرایطو کښې دي چې د فلسطین غزې تړانګه له دوه زره شپږم میلادي کال راهسې تراوسه د قدس د نیواکګر رژيم له هراړخیزه کلابندۍ سره مخامخ ده.

هغه کړاونه او درددونه چې د فلسطین د غړې تړانګې خلکو له تیرو اولسو کلونو راهسې زغملي دي له هغو جنایتونو څو څو ځلې زیات دي چې د بښنې د نړیوالې موسسې په راپور کښې ورته اشاره شوي ده.

نړیوالې حقوقي ادارو تراوسه په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په هکله هیڅ اقدام نه دی ترسره کړی دا په داسې حال کښې دي چې ملګرو ملتونو په ځلونو ویلي دي  چې غزې تړانګه د نړۍ په تر ټولو ستر پرانیستي زندان بدله شوي ده.