د اسلامي انقلاب لاسته راوړنې د ایران ټولو خلکو پورې اړه لري
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د توحیدي مذهبونو له پیروانو سره په کتنه کې وویل، اسلامي انقلاب او د هغې لاسته راوړنې د ایران په ټولو خلکو، هر قوم او مذهب پورې اړه لري.
د ولسمشرۍ اطلاع رسونې برخې د راپور له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د دوشنبې په ماښام د اسلامي انقلاب د بريا د ۴۴مې کلیزې د نمانځنې په غونډه کې وویل، د فجر د لسیزې ورځې ټولو ته د اسلامي انقلاب د سترو بریاوو یادونه کوي. د ایران ملت دغه بریاوې د هرچا د هوښیارۍ او استقامت او د ایران خلکو هرې ژبې ، مذهب او عقایدو سره د یو ستر ملت له امله دي .
د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران خلکو مقاومت او درېدنه د امریکا د ډېرو فشارونو د ماتې لامل یاد کړ او وویل: دا د دې ښکارندويي کوي چې د ایران ملت باید خپل یووالی او وحدت ډېر کړي او په مقاومت او درېدنې سره، د خپل سیاسي، اقتصادي او کلتوري خپلواکۍ لپاره ډېر فعالیت او هڅه وکړي.
ښاغلي رئیسي د خپلو خبرو په بله برخه کې، د اسلام ستر پیغمبر(ص) ته سپکاوی، د ټولو پیغمبرانو او الهي او توحیدي دینونو سپکاوی یاد کړ او زیاته کړه چې دا چې یو څوک خپل ځان ته اجازه ورکړي د یوه دولت تر سیوري لاندې، په نړۍ کې د نږدې دوه میلیاردو مسلمانانو الهي پیغمبر ته سپکاوي وکړي، نوم یې آزادي نه ده، بلکې د ځمکې پر مخ خدای پېژندونکو ته سپکاوی او د بیان آزادۍ محدود کوونکی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر څرګنده کړه: حضرت امام خمیني (ره) موږ ته دا ښوولې چې د نورو مصیبتونه زموږ مصیبت دی او د دې نظر په اساس کله چې خلک د ترکیې او سوریې په پولو کې له طبیعي آفتونو او زلزلو متاثره شي، داسې ښکاري چې موږ هم د دې حادثې څخه اغیزمن شوي یو او موږ په مصیبت کې یو.
ښاغلي رئیسي ټینګار وکړ، که شهید سلیماني د نورو په اړه په اندېښنه کې نه وای، نو ولې باید په عراق کې په شهادت ورسېږي؟ هغه د عراق د خلکو او د سیمې د ټولو ملتونو د ژغورلو لپاره ولاړ چې له تکفیری ترهګرۍ څخه چې له دین سره هیڅ تړاو نه لري او د دین په نوم جنایتونه کوی. وژغوري.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر دې ته په اشارې سره وویل چې نن ورځ هغه کسان چې د یهودانو په نوم د فلسطین په مظلومو خلکو ظلم کوي له یهودي دین او د حضرت موسی (ع) له پیروانو سره هیڅ تړاو نه لري.