د ایران د بشردوستانه مرستوڅلورمه الوتکه حلب ته ورسیده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127636-د_ایران_د_بشردوستانه_مرستوڅلورمه_الوتکه_حلب_ته_ورسیده
همداراز ایران ترکیې او سوریې ته د طبی اقداماتو په زمینه کې د مرستې لپاره خپل چمتووالې اعلان کړی دی
(last modified 2023-02-08T22:39:30+00:00 )
Feb 09, 2023 02:26 Asia/Kabul
  • د ایران د بشردوستانه مرستوڅلورمه الوتکه حلب ته ورسیده

همداراز ایران ترکیې او سوریې ته د طبی اقداماتو په زمینه کې د مرستې لپاره خپل چمتووالې اعلان کړی دی

 

د ایرنا له راپور سره سم د سوریې په حلب کی د اسلامي ایران کونسلر سلمان نواب نوری وویل د سوریې د خلکو لپاره د اسلامي د بشر دوستانه څلورمه الوتکه د حلب هوایی ډګر ته رسیدلی ده چی پکې خیمې ، خرما ، وریژې ، په ډبو کې بند خوړه وغیره شامل دي .

همداراز ایران ترکیې او سوریې ته د طبی اقداماتو په زمینه کې د مرستې لپاره خپل چمتووالې اعلان کړی دی .

همداراز په ترکیې کې له زلزله ځپلو سره  هم د ایران د اسلامی جمهوریت  د انسان دوستۍ د مرستو دوهمه جوپه هم   دغه هیواد ته لیږدول شوې ده او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو شپو ورځو کې  نوره مرستې هم ولیږدول شي.

 د ایران د سرې میاشتې دټولنې مشر پیر حسین  کولیوند  دغو دواړو زلزله ځپلو هیوادونو ته د  متخصصانو او مرستو د ډلو او جوپو  لیږد  ته په اشارې سره ووئيل،  د ایران دسرې میاشتې دایمرجنسي ډلو  کابو اتیا وګړي  سره د نجات او لټونې ټولو تجهیزاتو   د ترکیې او سورئې زلزله ځپلو سیمو ته لیږدول شوي  او دغه راز خپل فعالیتونه ئې پیل کړي هم دي.

ویل کیږي چی په ترکیې او سوریې کې د اوه اعشاریه اته ریشتره زلزلې له امله د وژل شویو شمیر دولس زره کسانو ته رسیدلی دی او په راتلونکیو ورځو کې د مرګ ژوبلو د زیاتیدا احتمال موجود دې .