د ایران د بشردوستانه مرستوڅلورمه الوتکه حلب ته ورسیده
همداراز ایران ترکیې او سوریې ته د طبی اقداماتو په زمینه کې د مرستې لپاره خپل چمتووالې اعلان کړی دی
د ایرنا له راپور سره سم د سوریې په حلب کی د اسلامي ایران کونسلر سلمان نواب نوری وویل د سوریې د خلکو لپاره د اسلامي د بشر دوستانه څلورمه الوتکه د حلب هوایی ډګر ته رسیدلی ده چی پکې خیمې ، خرما ، وریژې ، په ډبو کې بند خوړه وغیره شامل دي .
همداراز ایران ترکیې او سوریې ته د طبی اقداماتو په زمینه کې د مرستې لپاره خپل چمتووالې اعلان کړی دی .
همداراز په ترکیې کې له زلزله ځپلو سره هم د ایران د اسلامی جمهوریت د انسان دوستۍ د مرستو دوهمه جوپه هم دغه هیواد ته لیږدول شوې ده او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو شپو ورځو کې نوره مرستې هم ولیږدول شي.
د ایران د سرې میاشتې دټولنې مشر پیر حسین کولیوند دغو دواړو زلزله ځپلو هیوادونو ته د متخصصانو او مرستو د ډلو او جوپو لیږد ته په اشارې سره ووئيل، د ایران دسرې میاشتې دایمرجنسي ډلو کابو اتیا وګړي سره د نجات او لټونې ټولو تجهیزاتو د ترکیې او سورئې زلزله ځپلو سیمو ته لیږدول شوي او دغه راز خپل فعالیتونه ئې پیل کړي هم دي.
ویل کیږي چی په ترکیې او سوریې کې د اوه اعشاریه اته ریشتره زلزلې له امله د وژل شویو شمیر دولس زره کسانو ته رسیدلی دی او په راتلونکیو ورځو کې د مرګ ژوبلو د زیاتیدا احتمال موجود دې .