امریکا د ایران پرضد نور بندیزونه هم ولګول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127698-امریکا_د_ایران_پرضد_نور_بندیزونه_هم_ولګول
زمونږ خبریال راپور راکړی امریکا د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د زیات دباو د سیاست او د دوه ګوڼه کړچار په دوام کښې په نهو ایراني او خارجي شرکتونو باندې بایکاټونه ولګول.
(last modified 2023-02-10T02:45:51+00:00 )
Feb 10, 2023 05:27 Asia/Kabul
  • امریکا د ایران پرضد نور بندیزونه هم ولګول

زمونږ خبریال راپور راکړی امریکا د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د زیات دباو د سیاست او د دوه ګوڼه کړچار په دوام کښې په نهو ایراني او خارجي شرکتونو باندې بایکاټونه ولګول.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن د حکومت چارواکو په ځلونو د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د زیات دباو د سیاست په ماتي خوړلو اعتراف کړی خو په عمل کښې د دغه سیاست پیروۍ کوي ځکه چې بایکاټ د امریکا په خارجي سیاست کښې تل د یواړخیزه هدفونو د پرمخ بیولو لپاره د واشنګټن یو اوزار و او دی.

د امریکا خزانې وزارت پرون د ایران د شپږو شرکتونو او په مالیزیا او سینګاپور کښې د دریو شرکتونو پرضد د ایران د پیټروکیمیکل محصولاتو او د تیلو په اخیستلو او خرڅولو او تولید کښې د ملګرتیا په پلمه بایکاټونه ولګول.

امریکا په نړۍ کښې تر ټولو ستر بایکاټ لګونکی هیواد دی کوم چې د خپلو ګټو او هدفونو په لړ کښې  د نورو هیوادونو پرضد د ډول ډول بایکاټونو په لګولو کښې تر ټولو زیاته مخینه لري.