Feb 13, 2023 07:43 Asia/Kabul
  • د سلواغې  د دویشتمې په لاریون کې د ولس په پراخ ګډون سره، د دښمنانو د دسیسو شنډېدل

د اسلامي ایران چارواکو او د سیاسي چارو کارپوهانو د سږ کال د سلواغی د دوویشتمې په لاریون کې د خلګو پراخ ګډون د ولس او د مسئولینو تر مینځ د وحدت نښه او د دښمنانو د دسیسو د ښنډېدلو لامل وباله.

په اسلامي ایران کې د روانې اوونۍ شنبې ورځ د سلوغی ۲۲ د اسلامي انقلاب د بریا کلیزه وه چي د امله یې په ټول هیواد کې، د اسلامي انقلاب د بریا د درنښت په مناسبت پراخ ولسي لاریونونه تر سره شول.

د غربي او د هغوی د لاسپوڅو هیوادونو د پروپاګن سربېره، په یاد لاریون کې د ایران د خلګو پراخ ګډون په نړیوالو رسنیو کې خورا انعکاس ومونده.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري د سپېڅلي دفاع په یو لړ مراسمو کې د سلواغی د دوویشتمې نیټې په لاریون کې د ایران د ولس پرتمین حضور ته په اشارې سره، وویل: له بصیرت څخه برخمن ایرانی ولس په یاد لاریون کې په حضور سره، د ایران د دښمنانو او بدغواړو په دسیسو، خوځښتونو او شومو موخو باندې د ناکامې کرښه وکښله.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو سیاسي مرستیال جنرال یدالله جواني هم یادې مسالې ته په اشارې سره، وویل: د ایران ولس وښودله چي د هیواد راتلونکي ته اهمیت ورکوي، دښمنان د نظام د ړنګولو پسې وه، ځکه چي د ایران ولس له اسلامي انقلاب څخه په ملاتړ سره، د خپلواکی ږغ پورته کړ.

هغه زیاته کړه: د قدرت په سیمه ایزو انډولونو کې بدلون او د غربیانو د برلاسی ختمېدا د دښمنانو په زړه کې وېره رامینځ ته کړې، ځکه نو هغوی هڅه کوی چي له لوېدیځ څخه ختیځ ته د قدرت د لېږد مخنیوی وکړي.

جنرال جواني یادونه وکړه چي د سلواغی د دوویشتمې نیټې په لاریون سره، دښمن ناهیلی شو.

د ایران د فوځ د اجرایي چارو مرستیال امیر محمد محمودي هم د دې په بیانولو چي خلګو په لاریون کې په ګډون سره، یوه حماسه رامینځ ته کړه او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په بلنې سره، سړکونو ته ووتل او د دښمنانو خوبونه او خیالونه په اوبو لاهو کړ، وویل: هیڅ یو لامل د سلوغی د دوویشتمې په لاریون کې د خلګو د ګډون او دښمن څخه د کرکې د اظهار مخنیوی نه شي کولای.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا او فضا ځواکونو قومندان جنرال امیر علی حاجی زاده هم د اسلامي انقلاب لاسته راوړنو ته په اشارې سره، ټینګار وکړ چي په مختلفو فوځي او امنیتي ډګرونو کې په دښمن باندې د خپلې ارادې په تپلو بریالي شوي یو په داسي ډول چي د نړۍ د ټکنالوژی په څنډه کې یو، په نورو ډګرونو کې هم کولای شو انقلابې موخو ته ورسیږو، یوازې باید په ځان او په کورنیو ظرفیتونو باندې باور وکړو.

 

ټیګونه