دصیهونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د لویدیځوالو چوپتیا شرمونکی ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128224-دصیهونیسټ_رژیم_د_جنایتونو_په_وړاندې_د_لویدیځوالو_چوپتیا_شرمونکی_ده
له دغې حملې سره په یووخت صیهونیسټی جنګی الوتکو د دمشق په جنوب کې هم په یوه مسکونی ودانۍ او یوه ریډاری سایټ په حمله وکړه چی له امله یې لږ تر لږه شل کسان مړه او ژوبل شول .
(last modified 2023-02-19T08:19:36+00:00 )
Feb 19, 2023 10:50 Asia/Kabul
  • دصیهونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د لویدیځوالو چوپتیا شرمونکی ده

له دغې حملې سره په یووخت صیهونیسټی جنګی الوتکو د دمشق په جنوب کې هم په یوه مسکونی ودانۍ او یوه ریډاری سایټ په حمله وکړه چی له امله یې لږ تر لږه شل کسان مړه او ژوبل شول .

 

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی ناصر کنعاني په دمشق او د هغه په شاوخوا کې د هدفونو پرضد د صیهونیسټ رژیم د حملو په غندلو سره د تیری ګر صیهونیسټ رژیم لخوا د سوریې د مځکنی بشپړتیا او حاکمیت د بیا بیا خلاف ورزیو په وړاندی د لویدیځو هیوادونو چوپتیا شرمونکی وبلله .

د اسراییلو رژیم جنګي الوتکو نن سهار د سوریې د هوایی حریم په خلاف ورزۍ سره د سوریې په جنوب کی په ځینو سیمو حمله وکړه . له دغې حملې سره په یووخت صیهونیسټی جنګی الوتکو د دمشق په جنوب کې هم په یوه مسکونی ودانۍ او یوه ریډاری سایټ په حمله وکړه چی له امله یې لږ تر لږه شل کسان مړه او ژوبل شول .

ښاغلی کنعاني له نړیوالې ټولنې او اړونده مسولو اورګانونو په تیره بیا امنیت شورا وغوښتل د ملګروملتو د یوه غړی پرضد د صیهونیسټ رژیم د تیریو په وړاندی سملاسی ، جدی او اغیزمن غبرګون ولرلې شی . په سوریې د اسراییلو رژیم توغندوی حمله په داسې حال کی ترسره کیږی چی د سوریې دولت د زلزلې په دلیل خپلو زلزله ځپلو ښاریزود مشکلاتو په اوتاری بوخت دی .