له ایران سره له تجارتي ملګرتیا د چین راپور
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128236-له_ایران_سره_له_تجارتي_ملګرتیا_د_چین_راپور
په عین حال کی د چین او ایران تجارت تیر کال د اوه فیصده په زیاتوالی سره ۸/۱۵ میلیارډ ډالرو ته رسیدلی دی چی په تجارتي او اقتصادي برخه کې د ایران او چین د تجارتي اړیکو د پراختیا او مخ په ودې بهیر ښودنه کوی .
(last modified 2023-02-19T09:12:50+00:00 )
Feb 19, 2023 13:05 Asia/Kabul
  • له ایران سره له تجارتي ملګرتیا د چین راپور

په عین حال کی د چین او ایران تجارت تیر کال د اوه فیصده په زیاتوالی سره ۸/۱۵ میلیارډ ډالرو ته رسیدلی دی چی په تجارتي او اقتصادي برخه کې د ایران او چین د تجارتي اړیکو د پراختیا او مخ په ودې بهیر ښودنه کوی .

د چین سوداګرۍ وزارت په وروستیولسوکلونوکې تهران د پیکینګ د لومړنی تجارتي شریک په توګه معرفی کړ .

چین ته د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رییسي له وروستی سفره وروسته د دغه راپور خپریدا مهم بلل کیږی ځکه چی لویدیځورسندویو هڅه وکړه دغه سفر ناکامه وښی . دا په داسې حال کی ده چی په دغه سفر کې د تجارت ، کرهڼې ، صنعت ، انرژۍ ، بیخ بینایو  په شمول په ټولو زمینو کې د ملګرتیاو د پراختیا په اړه ښې موافقې شوي دي .

په عین حال کی د چین او ایران تجارت تیر کال د اوه فیصده په زیاتوالی سره ۸/۱۵ میلیارډ ډالرو ته رسیدلی دی چی په تجارتي او اقتصادي برخه کې د ایران او چین د تجارتي اړیکو د پراختیا او مخ په ودې بهیر ښودنه کوی .

د اقتصادي مسایلو کارپیژاندې ژینګ شن پینګ په دې باره کې وایی د ایران او چین اړیکي په ټولو زمینو کې په پراخیدا دي او تراوسه دغو اړیکو ته د تاوان رسولو لپاره د امریکا هلې ځلې ناکامه شوی دی . دا موضوع سبب شوی ده چی  د ایران ، چین او روسیې ترمینځ یو درې اړخیزه چورلیزتوب بڼه غوره کړی . بی شکه داسې چورلیز د امریکا په ګټه ندی او هغه د خپلې نړیوالې سلطې لپاره ستونزمن بولي .

حقیقت دا دی چی امریکا د خپلو نړیوالو لیدتوګو او سیاستونو د مخالفو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا له پیاوړتیا سخته ویره لری او د ختیځو قدرتونو له لوری د خپلې نړیوالې سلطې په خطرې کې پریوتلو په اړه اندیښنه لری . په همدې دلیل د چین او ایران په اړیکو کې د ګډوډی د رامینځته کولو لپاره له خپلو ټولو اړمونو استفاده کوی چی پکې تر ټولو مهم اړم یې اسلامی ایران او چین پرضد د زیاتو بایکاټونو اعمالول دي ، خو په عین حال کی دواړه هیوادونه د خپلو ملی ګټو په درک کولو او د سترې سټراټیجۍ په غوره کولو سره په ټولو برخو کې د ملګرتیا د پراختیا سیاست تعقیبوي او تراوسه یې اجازه نده ورکړی چی د ایران او چین په اړیکوکې کوم ګډوډې رامینځته شی .

د سیاسی مسلوکارپیژاندې ابوالفضل ظهره وند په دې باره کی وایی د ایران او چین اړیکی له مختلفو اړخونو مهمې دي چی د نړیوال انډول په رامینځته کولو کې ډیرې اغیزمنې کیدلی شي . دا په دې معنا ده چی دنیاد نړیوالو بدلونونو په ډګرکې نوی بدلونونه تجروبه کوی چی په پریکنده توګه د امریکا د خوښې وړ ندي . پر دې اساس هغه څه چی د ایران او چین لپاره مهم دي دا دي چی په نړیوالو بدلونونو د امریکا د ویجاړونکیو اغیزو خنډ شي .

په هرحال د ایران اسلامی جمهوریت او چین په لټه کې دي د شانګهای د ملګرتیا سازمان په شمول په مختلفو چوکاټونو کې خپلې څو اړخیزې ملګرتیاوې پیاوړي کړي .

بی شکه د ایران او چین ترمینځ د تجارتي اړیکو پراختیا د دواړو هیوادونو ترمینځ د امریکا د بایکاټونو پایلې او اغیزې تر ډیره حده کمولې شي . هغه موضوع چی د تهران اوبیجینګ له لوری د یوه سټراټیجیک حرکت په توګه تعقیبږي او تر بایکاټ لاندې هیوادونو لپاره مناسبه بیلګه کیدلې شی .