د ایران پرضد د امریکا ادعا بې اساسه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128332-د_ایران_پرضد_د_امریکا_ادعا_بې_اساسه_ده
فارس خبري اژانس راپور راکړی په کویت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د امریکا د سفارت ادعاګانو ته په ځواب کښې وویل تهران د اوکراین جنګ کښې د استفادې لپاره هیڅ لوري ته وسلې نه دي ورکړي.
(last modified 2023-02-21T04:14:54+00:00 )
Feb 21, 2023 08:39 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد د امریکا ادعا بې اساسه ده

فارس خبري اژانس راپور راکړی په کویت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د امریکا د سفارت ادعاګانو ته په ځواب کښې وویل تهران د اوکراین جنګ کښې د استفادې لپاره هیڅ لوري ته وسلې نه دي ورکړي.

څه موده کیږي چې اوکراین له امریکا او یوشمیر اروپايي هیوادونو سره یوځاې د خپل هیواد په جنګ کښې د ایران له بې پایلوته الوتکو د روسیې د استفادې کولو ادعا کوي.

ایران د اختلاف د ختمولو لپاره د دغه تور په هکله د اوکراین له چارواکو سره د کارپيژاندو په سویه غونډې کښې ګډون وکړ خو کي یف په دغه فني غونډې کښې له اوکراین سره په جنګ کښې د ایران له  بې پایلوټه الوتکو څخه د روسیې د استفادې په هکله هیڅ ډول ثبوت وړاندې نکړ چې البته دا په خپله د دغه تور په بې اساسوالي بل دلیل دی.

په کویت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړ له ایران څخه روسیې ته د وسلو د صادراتو په هکله د امریکا د شارډز افیر وینا کاملا بې اساسه ده.

دغه بیانیه وايي له لومړیو څخه د اوکراین د کړکیچ په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ معلوم دی او تهران د سیاسي لارو چارو ملاتړ کوي.