غریب آبادی:
بشري حقوق د سیاست قربانی شوی
د ایران د بشري حقوقو د کمیټې د نړیوالو چارو مرستیال وویل چي رسنۍ باید په مسلکي توګه کار وکړي او له سیاسي اغراضو پرته، حقیقتونه خلګو ته بیان کړي.
د ایران د بشري حقوقو د د کمیټې د نړیوالو چارو مرستیال په یوه خبري غونډه کې د بشري حقوقو نړیوال بحث ته په اشارې سره، وویل: بشري حقوق د سیاست قرباني شوی دی، یوه بېلګه یې د یمن بې ګناه ولس دی چي حتي پرې د بشري مرستو د رسولو لارې هم بند کړای شوي دي.
کاظم غریب آبادی جوته کړه: په هیواد کې دننه د بشري حقوقو د کچې پیاوړتیا او په نړیواله سویه کې د بشري حقوقو له مکانیزمونو سره منطقي ملګرتیا، د ایران د بشري حقوقو سیاست جوړوي.
د ایران د قضایي قوې د بشري حقوقو د کمیټې د نړیوالو چارو مرستیال دې ته په اشارې سره، چي د بشري حقوقو د ملاتړ ادعاکوونکي هیوادونو د امریکا د هغه ظالمانه بندیزونو په وړاندې چوپتیا غوره کړې چي د اروپایي هیوادونو له لورې عملي کیږي او په ایران کې د میلیونونو عامو وګړو په ژوند یې ورانوونکی اثرات کړي دي، وویل: د ایران ولس د ترهګرو ډلو د فعالیتونو قربانیان شوي او تر دې دمه ۱۷ زره بې ګناه انسانان د بندیزونو تر عنوان لاندې د دغو ترهګریزو اقداماتو د امله خپل ژوند د لاسه ورکړي دي.
غریب آبادی د دې په بیانولو چي دښمنان له ټولنیزو او عامو رسنیو څخه د ایران په ضد د پروپاګن لپاره کار اخلي، ټینګار وکړ: رسنۍ باید په مسلکي چلند او له سیاسي اغراضو پرته، خپله دنده سرته ورسوي او د یوې ځانګړې ډلې او یا هیواد له ورانوونکو تبلیغاتو څخه اغېزمن نه شي.