صهیونیست رژیم د پانګونې او ملاتړ ارزښت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128442-صهیونیست_رژیم_د_پانګونې_او_ملاتړ_ارزښت_نه_لري
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: د صهیونیست رژیم د پاشلتیا په لور روان دی او د ملاتړ او پانګونې ارزښت نه لري.
(last modified 2023-02-23T06:05:11+00:00 )
Feb 23, 2023 10:33 Asia/Kabul
  • صهیونیست رژیم د پانګونې او ملاتړ ارزښت نه لري

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: د صهیونیست رژیم د پاشلتیا په لور روان دی او د ملاتړ او پانګونې ارزښت نه لري.

د صهیونیست رژیم مخکنی لومړي وزیر او د اپوزیسیون مشر یائیر لاپید تېره ورځ د اسرائیل د رژیم د کنسټ په غونډه کې د دې رژیم د پاشلتیا په هکله خبرداری ورکړ او وویل: له اوسه پیل شوی او تر راتلونکی ۶ میاشتو پورې به اسرائیل له دننې څخه به تجزیه شي او ټولنه به یې یو بل سره په دښمنیو کې ښکېل شي.

د فارس له راپور سره سم، د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی د صهیونیست رژیم د مخکني لومړي وزیر خبرو ته په اشارې سره، په توییټر کې ولیکل:  په داسي حال کې د اسرائیل د رژیم د بهرنیو چارو وزیر کوهن د اړیکو د رغولو له بهیر سره، د یو نیم هیوادونو د یو ځای کېدو ادعا کوي چي د دې رژیم مخکنی لومړي وزیر لاپید تر راتلونکي شپږو میاشتو پورې له دننې څخه د اسرائیل د ړنګېدو خبرداری ورکوي.

کنعانی دې ته په اشارې سره چي د اسرائیل نیواکګر رژیم  چي د ړنګېدو په حال کې دی د ملاتړ او پانګونې ارزښت نه لري، جوته کړه: دغه رژیم څخه د یو شمېر هیوادونو ملاتړ، نه یوازې د پآنګو د له مینځه تلو، بلکې د معنوي اعتبار او د انساني او اخلاقي مقام د خرابېدو سبب ګرځي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند جوته کړه: د امریکا حکومت د صهیونیست رژیم تر ټولو د لوی ملاتړې او استراتیژیک ملګرې په توګه کولایشي له دغه رژیم سره د اړیکو د جوړولو لپاره په نورو هیوادونو هر اړخیزو فشارونو ته دوام ورکړي، خو له شکه پرته د ړنګېدو په لور د اسرائیل د رژیم د خوځښت مخینوي نه وشي.