کلمبیا ته د ایران د خارجه وزارت د مرستیال سفر
Feb 25, 2023 02:29 Asia/Kabul
د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال جنوبي امریکا ته د خپل سفر په بهیر کې د کلمبیا پلازمینې بوګوتا ته ورسېدل.
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت سیاسي مرستیال علی باقري د کلمبیا له چارواکو سره، د سیاسي اړیکو، سوداګریزو اړیکو، ټکنالوژی په زمینه کې د همکاریو او نورو بېلابېلو موضوعاتو په هکله خبري اترې وکړې.
د ایران د خارجه وزارت مرستیال له خپل سیال سره، د نړیوالو مسائلو او همدارنګه د ایټمي مذاکراتو د وروستیو حالاتو په هکله سلامشورې وکړې.
ټیګونه