عراق باید د خپلو ګاونډیو د ګواښونو او دسیسو مرکز نه ووسي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128654-عراق_باید_د_خپلو_ګاونډیو_د_ګواښونو_او_دسیسو_مرکز_نه_ووسي
د اسلامي ایران ولسمشر د دې په بیانولو چي عراق باید د خپلو ګاونډیانو د ګواښ او دسیسو ځای نه ووسي، جوته کړه: ایران په اقتصادی او دفاعي ډګرونو کې د دې هیواد د بیارغونې لپاره د عراق د حکومت له هلو ځلو څخه ملاتړ کوي.
(last modified 2023-02-27T04:50:03+00:00 )
Feb 27, 2023 09:09 Asia/Kabul
  • عراق باید د خپلو ګاونډیو د ګواښونو او دسیسو مرکز نه ووسي

د اسلامي ایران ولسمشر د دې په بیانولو چي عراق باید د خپلو ګاونډیانو د ګواښ او دسیسو ځای نه ووسي، جوته کړه: ایران په اقتصادی او دفاعي ډګرونو کې د دې هیواد د بیارغونې لپاره د عراق د حکومت له هلو ځلو څخه ملاتړ کوي.

د ایران اسلامي جمهوریت تل ټینګار کړی دی چي د عراق د کردستان له سیمې څخه د بیلتون پالو او ترهګرو ډلو اقدامات چي د ایران ملي واکمني او ملي امنیت ته ګواښ رامینځ ته کوي، نه شي زغملای، او تر اوسه یې هم د عراق په کردستان سیمه کې یې څو ځلې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د عراق له دفاع وزیر ثابت محمد سعید رضا العباسي سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو پولې دوستانه وبللې او وویل: ایران د عراق امنیت خپل امنیت بولي او په دغه هیواد کې د ثبات او امنیت له پیاوړتیا څخه ملاتړ کوي.

د عراق د دفاع وزیر د داعش د ترهګرې ډلې او پردیو عناصرو د برید پر مهال د ایران له بشپړه ملاتړ څخه په مننې سره، جوته کړه: بغداد جازه نه ورکوي فرصت غواړي عناصر دې د دواړو هیوادونو پولو ته ګواښ رامینځ ته کړي.

 د عراق دفاع وزیر په سختو حالاتو کې د دې هیواد له ولس څخه د اسلامي ایران ملاتړ ته په اشارې سره، د عراق د بیارغونې له بهیر څخه د ایران د ملاتړ د دوام غوښتونکی شو.