سپاه د عراق د وسله والو ځواکونو روزلو ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128658-سپاه_د_عراق_د_وسله_والو_ځواکونو_روزلو_ته_چمتو_دی
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو عمومي قومندان د عراق د دفاع وزیر سره په کتنه کې ټینګار کړی چي سپاه پاسدران د مشورتي مرستو سربېره د عراق د وسله والو ځواکونو د روزلو لپاره چمتو دی.
(last modified 2023-02-27T05:02:12+00:00 )
Feb 27, 2023 09:28 Asia/Kabul
  • سپاه د عراق د وسله والو ځواکونو روزلو ته چمتو دی

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو عمومي قومندان د عراق د دفاع وزیر سره په کتنه کې ټینګار کړی چي سپاه پاسدران د مشورتي مرستو سربېره د عراق د وسله والو ځواکونو د روزلو لپاره چمتو دی.

د عراق د دفاع وزیر ثابت محمد سعید رضا د ایران له ولسمشر او د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز سره له کتنې وروسته، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران له عمومي قومندان سره، ملاقات وکړ.

د سپاه پاسداران عمومي قومندان سرلښکر سلامي په دغه ملاقات کې یادونه وکړه چي د اسلامي نړۍ په سیاسي جغرافیه کې عراق له ځانګړې اهمیت څخه برخمن دی.

هغه وروستیو حالاتو او د دښمن شومو موخو ته په اشارې سره زیاته کړه: مونږ د عراق د پیاوړتیا او اقتدار په لټه کې یو په داسي حال کې چي امریکایان او صهیونیستان په سیمې باندې د ولکې او په عراق او ایران کې د ناامنیو په لټه کې دي.

د عراق د دفاع وزیر هم داعش ترهګرې ډلې سره په مبارزه کې د ایران له ملاتړ څخه په مننې سره، وویل چي د دواړو هیوادونو د وسله والو ځواکونو تر مینځ د اړیکو د پراختیا غوښتونکي یو.