په تهران کې د انګلیس د سفارت د بندېدو خبر دروغ دی
Feb 27, 2023 11:25 Asia/Kabul
په لندن کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت چارژدافیر په تهران کې د انګلیس د سفارت د بندېدو په هکله د صهیونیست رژیم لمسوونکې ادعا دروغ وباله.
صهیونیستي نشریې جویش کرونیکال درې ورځې مخکې د یوه راپور په خپرولو سره، ادعا کړې وه چي د په انګلیس کې د مخالفانو د ځپلو په سر د اختلافاتو په زیاتېدو سره، د ایران حکومت په تهران کې د انګلیس د سفارت د بندولو لپاره تیاری نیسي.
په لندن کې د ایران شارژدافیر مهدی حسینی متین په یوه ټوییټري پیغام کې دغه افواهات د ایران او اروپایي هیوادونو تر مینځ د اړیکو له رغېدو څخه د مخنیوي په لړ کې وباله او جوته یې کړه: د دې نشریې بې بنیاده اخبار تکذیبوو.
هغه یادونه کړې چي ایران د متقابل احترام په بنیاد له ټولو هیوادونو او انګلیس سره د رغنده اړیکو غوښتونکی دی.
ټیګونه