د ایران پوځي مانورې کښې د دښمن هدفونه نسکور شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128722-د_ایران_پوځي_مانورې_کښې_د_دښمن_هدفونه_نسکور_شول
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د مدافعان اسمان ولایت څوارلس سوه لومړي کال په دافع هوا ګډې تخصصي مانورې کښې د سپاه پاسداران د هوايي ځواک د سوم خرداد او د پوځ د هوايي دافع ځواک د پانزده خرداد د ځايي توغندیو او توپونو په ویشتلو سره د دښمن د ټیټ الوت هدفونه وویشتل شول او نسکور کړې شول.
(last modified 2023-02-28T04:35:00+00:00 )
Feb 28, 2023 08:56 Asia/Kabul
  • د ایران پوځي مانورې کښې د دښمن هدفونه نسکور شول

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د مدافعان اسمان ولایت څوارلس سوه لومړي کال په دافع هوا ګډې تخصصي مانورې کښې د سپاه پاسداران د هوايي ځواک د سوم خرداد او د پوځ د هوايي دافع ځواک د پانزده خرداد د ځايي توغندیو او توپونو په ویشتلو سره د دښمن د ټیټ الوت هدفونه وویشتل شول او نسکور کړې شول.

د ایران د مدافعان اسمان ولایت د څوارلس سوه لومړۍ هوايي دفاعي ګډه تخصصي مانوره د «یا علي ابن ابیطالب علیه السلام» په رمز سره د ایران په شمال لویدیځ، لویدیځ ، ختیځ ، جنوب ، شمال او مرکز هوايي دفاعی سیمو کښې پیل شوه.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوايي ځواک سوم خرداد او د پوځ د هوايي دفاع ځواک پانزده خرداد ځايي سیسټمونو چې د ایران د متخصصانو او د ساینس پوهانو لخوا جوړ کړې شوي دي د حقیقي جنګ په شرایطو کښې نن سهار وختي د دښمن د هدفونو پرضد تاکتیکي اقدام ترسره کړ او په بریالیتوب سره یې د هیواد د هوايي دفاع د یو هیړ چینل لخوا سپارل شوي هدفونه نسکور کړل.

د مدافعان اسمان ولایت یوزر څلور سوه لومړي هوايي دفاع ګډې تخصصي مانورې ویاند برید جنرال عباس فرجپور په دې خبرې سره چې په دغه مانورې کښې د یوه حقیقي جنګ په توګه د ایران د حساسو او د حیاتي مرکزونو دفاع او د درې سوه شپیته درجې دفاع کول تمرین کیږي وویل په دغه مانورې کښې ګډون کونکي ځواکونه ټول هغه کارکونکي دي چې د جنګ په حقیقي ډګر کښې هم باید د حساسو مرکزونو د هوايي دفاع پلان اجرا کړي چې دغه موضوع به د دوې د عملیاتي تجربې له پیاوړي کیدا سره ډیره مرسته وکړي.