چین او روسیه ګډ سمندري پوځي مانورې ترسره کوي
Jul 05, 2026 14:11 Asia/Kabul
-
د چین او روسیې ګدې سمندرې مانورې
پارس تودی-د چین د دفاع وزارت اعلان کړی چې بیجینګ او مسکو به د روانې میلادي میاشتې په ترڅ کې د چین د «چینګدائو» بندري ښار ته نږدې ګډ سمندري پوځي مانورې ترسره کړي.
د راپور له مخې، دغې مانورې د چین ساحلي اوبو ته نږدې ترسره کېږي، په داسې حال کې چې د چین او روسیې ترمنځ پوځي همکارۍ په وروستیو کلونو کې تر بل هر وخت لوړې کچې ته رسېدلې دي.
سیاسي شنونکي په دې باور دي چې دغه ګډ پوځي تمرینونه یوازې روزنیز پروګرام نه دی، بلکې لوېدیځ او په ځانګړې توګه امریکا ته یو ستراتیژیک پیغام هم ګڼل کېږي؛ ځکه واشنګټن په هند او ارام سمندرونو کې خپل پوځي حضور پراخوي.