د اټومي تړون اوسنی حالت د امریکا د غلط سیاست نتیجه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128758-د_اټومي_تړون_اوسنی_حالت_د_امریکا_د_غلط_سیاست_نتیجه_ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د اټومي تړون اوسنی حالت د امریکا د حکومت د سیاست د غلطۍ او د ناوړه محاسبې نتیجه ده.
(last modified 2023-02-28T08:31:18+00:00 )
Feb 28, 2023 12:42 Asia/Kabul
  • د اټومي تړون اوسنی حالت د امریکا د غلط سیاست نتیجه ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د اټومي تړون اوسنی حالت د امریکا د حکومت د سیاست د غلطۍ او د ناوړه محاسبې نتیجه ده.

هغه نن په جینیوا کښې د ملګروملتونو د بې وسلې کولو په کانفرنس کښې وویل په اټومي تړون کښې محدودو پاتې مسائیلو باندې په اسانۍ سره غور کولای شو.

حسین امیر عبداللهیان وویل د لورو په ښه نیت او ارادې او له هر ډول وړاندې شرط پرته او د هغو خبرو اترو په چوکاټ کښې چې ترسره شوي دي اټومي تړون د حل وړ دی او د غړیو هیوادونو لخوا یولړ ګامونه هم اخیستل کیدلای شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د نهايي موافقې نتیجې ته تر رسیدا پورې د کار د دوام لپاره چمتو دی وویل امریکا باید د اوږدو خبرو اترو لپاره چې ترسره شوي دي نتیجې ته د رسولو لپاره قدرت او اراده ولري.

هغه  وویل  د ایران اسلامي جمهوریت د اوکراین د جنګ د ختمیدا غوښتونکی دی.