ایران په سیمه کې مانورونه په ځېرتیا څاري
د ایران دفاع وزیر او د وسله والو ځواکونو ملاتړی، په سیمه کې د ترسره شویو مانورونو په اړه وویل: ایران په سیمه کې ترسره شوی مانورونه په دقت سره څاري، خو له هغوی څخه هېڅ ګواښوونکې پایله نه لري.
د امريکا د سمندري ځواکونو مرکزي قوماندانۍ د سه شنبې په سهار د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او د مصر په ګډون د پنځوسو هېوادونو د ګډو مانورونو په پیل سره په يوې اعلاميې کې اعلان وکړ، چې دغه مانور د ايران په سویلي اوبو، د عربو په سمندر، په سره سمندر، د عمان په سمندر، او د هند په بحر او د ختیځې افریقا په ساحلي سیمو کې ترسره کېږي.
دا مانور د 7 زره سرتېرو او 35 کښتیو په ګډون سره د ګډې قوماندې او کنټرول پر پنځو مهمو برخو، بې پیلوټه سیستمونو، د ماین ضد اقداماتو، د مصنوعي استخباراتو پراختیا او د نړۍ په روغتیا سره ترسره کېږي.
د ایرنا د راپور له مخې، د ایران دفاع وزیر او د وسله والو ځواکونو ملاتړی برید جنرال محمد رضا آشتیاني، د دغه هېواد د حکومتي پلاوي د غونډې په څنډه کې، د امریکا او د یو شمېر هېوادونو له خوا د دغه مانور موخه،په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د مورال لوړول یاد کړل.
برید جنرال آشتیاني زیاته کړه، چې ایران له دغه مانور څخه کومه ګواښوونکې پایله نه لري، خو تل لازم چمتووالی، هوښیارتیا او څارنه لري.
د ایران دفاع وزیر د دغه وزارت د پلانونو په اړه هم وویل، له نورو هېوادونو او ایران سره پلان شوي تمرینونه هر کال په پرلپسې توګه ترسره کېږي.