د سپاه د سمندري ځواکونو قومندان:
ایران له هرې جغرافیې څخه ګواښ ته ځپونکی ځواب ورکوي
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو د سمندري ځواکونو قومندان د دې په بیانولو چي د ایران استراتیژی تل دفاعي پاته شوې، وویل: هره جغرافیې چي د ایران ګټو ته ګواښ رامینځ ته کړي، له پریکنده ځواب سره به مخامخ شي.
د سپاه د سمندري ځواکونو قومندان امیرالبحر علیرضا تنګسیري العالم خبري چېنل سره په مرکه کې دې ته په اشارې سره، چي امریکایانو په سیمه کې خپلې کښتۍ کمي کړي دي، زیاته کړه: امریکایان له هغو لګښتونو سره چي پرې ټپل شوي دي، نه شي کولای د اوږدمهالې مودې لپاره سیمه کې پاته شي ځکه نو د فارس خلیج سیمه یوازې ایران او د هغه د جنوبي ګاونډیو سره تړاو لري.
هغه د دې په بیانولو چي د سیمې هیوادونه باید صهیونیست رژیم ته په سیمه کې د حضور اجازه ور نه کړي، جوته کړه: ځینو هیوادونو به اقتصادي پلمو سره، صهیونیستي رژیم اړیکې رغوي، کله چي د اسرائیل رژیم سیمه کې حضور پیدا کړي اسلامي هیوادونو ته د سرخوږی د رامینځ ته کېدو په معنا ده، هره جغرافیه چي د ایران ګټې واګواښي له پرېکنده ځواب سره به مخ شي.