د ایران او د اذربایجان د جمهوریت د چارواکو لیده کاته
تیره ورځ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د اقتصادي ډیپلماسی مرستیال، د اذربایجان د جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې اترې وکړې.
د تسنیم له راپور سره سم، په تهران کې د باکو په سفارت باندې له بریده وروسته، د لومړي ځل لپاره د دواړو هیوادونو چارواکي له یو بل سره خبرې اترې کړي دي.
د ایران د خارجه وزارت د اقتصادي ډیبلماسی مرستیال مهدی صفري چي (Non-Aligned Movement) د ناپېیلي غورځنګ د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه اذربایجان جمهوریت ته تللی دی د اذربایجان د جمهوریت له خارجه وزیر جیحون بایرام اف او د هغه له مرستیال خلف خلف اف سره کتلي دي.
د ایران د خارجه وزارت مرستیال په تهران کې د اذربایجان د جمهوریت په سفارت باندې د برید د دوسیې د تعقیبونې په هکله وروستي معلومات وړاندې کړ او تهران ته د دوسیې په څېړلو کې د همکاری په موخه د اذربایجان د جمهوریت د مسئولینو د سفر غوښتونکی شو.
څه موده مخکې یو وسله وال په تهران کې د اذربایجان په جمهوریت برید وکړ چي د امله یې یو اذربایجانی وګړی ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.