د ایران جنګي کښتۍ برازیل ته ورسېدلې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128872-د_ایران_جنګي_کښتۍ_برازیل_ته_ورسېدلې
د واشنګټن د کاړ ړنګونو سربېره، د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو جنګۍ کښتۍ په برازیل کې لنګر اچولي دي.
(last modified 2023-03-02T21:24:18+00:00 )
Mar 02, 2023 11:38 Asia/Kabul
  • د ایران جنګي کښتۍ برازیل ته ورسېدلې

د واشنګټن د کاړ ړنګونو سربېره، د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو جنګۍ کښتۍ په برازیل کې لنګر اچولي دي.

دا په داسي حال کې دې چي واشنګټن په برازیل باندې زیات فشار راوستي وه، چي د دې هیواد په سواحلو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو د کښتیو د لنګر اچولو اجازه ور نه کړي.

خو د یادو فشارونو سره سره، د لولا داسیلوا حکومت د ایران جنګي کښتیو ته د دې هیواد په سواحلو کې د لنګر اچولو جواز ورکړ او د ایران مکران او دنا نومې جنګي کښتیو د ریودوژانیزو په سواحلو کې لنګر اچولي دي.

د ایران سفارت په یوه اعلامیه کې اعلان کړی چي دغه بېړه د سوله ایز ماموریت په لړ کې د نړۍ مختلفو سیمو ته ځي.

هغه یادونه کړې ده چي چي برازیل ته د ایراني بېړیو ورتګ له دوستو هیوادونو سره د همکاری په چوکاټ کې او د سمندري سوداګریز د امنیت د ټینګولو په موخه تر سره شوی دی.