جرمني باید صدام حسین ته د زهرجنو ګازونو ځواب ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128928-جرمني_باید_صدام_حسین_ته_د_زهرجنو_ګازونو_ځواب_ورکړي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د ایران د انجلیو زده کونکو د مسمومیت په هکله د جرمني د خارجه وزیر لاسوهونکو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل جرمني باید د زهرجنو ګازو له لارې د کیمیاوي وسلو د مسمومیت په هکله ځواب ورکړي.
(last modified 2023-03-03T23:10:57+00:00 )
Mar 04, 2023 02:28 Asia/Kabul
  • جرمني باید صدام حسین ته د زهرجنو ګازونو ځواب ورکړي

فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د ایران د انجلیو زده کونکو د مسمومیت په هکله د جرمني د خارجه وزیر لاسوهونکو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل جرمني باید د زهرجنو ګازو له لارې د کیمیاوي وسلو د مسمومیت په هکله ځواب ورکړي.

په تیرو څو ورځو کښې د ایران په ځینو ښارونو کښې د ښوونځیو یوشمیر زده کونکي له مسمومیت سره مخ شوي او تخصصي او د جاجونې ډلې د دغه مسمومیت د پیښې د علت د معلومولو په حال کښې دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي پرون د ایران د ځینو انجلیو د مسمومیت په هکله د جرمني د خارجه وزیر څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل په هغو ترخو  حقایقو کښې چې  اوس هم شفافیت ته ضرورت لري د ایران پرضد د عراق د بعث رژيم د تپلي جنګ په وخت کښې د جرمني لخوا د ورکړل شویو زهرجنو ګازو له لارې کیمیاوي مسمومیتونه دي چې مسوول یې د جرمني حکومت دی.

کنعاني ټینګار وکړ په سیاسي انګیزو سره به د ایران د انجلیو زده کونکو لپاره د ناامنۍ د رامینځته کولو اجازه ورنکړو.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان هم پرون وویل د ایران د انجلیو زده کونکو د مشکوک مسمومیت موضوع ته د ځینو لویدیځو هیوادونو له لاسوهنې ډک غبرګون د دوښمن د ترکیبي جنګ دوام دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د زده کونکو د مسمومیت په موضوع د غور لپاره د کورنیو چارو وزیر او د استخباراتو وزیر ته ځانګړی حکم ورکړی دی.