په افغانستان کې دایران ستر تجارتي مرکز پرانستل شو
ده وویل د ایران تجارتي مرکز یولس پوړیز تجارتی مرکز دی چی ټولو تجارتي فعالیتونو لپاره ټول ضروری امکانات لري . ده همداراز زیاته کړه تراوسه له ۳۰ تر ۴۰ شرکتونو په دغه مرکز کې د ځای پر ځای کیدا لپاره چمتووالې اعلان کړی دی
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران د هند براعظمګی د تجارت د پراختیا سازمان سرپرست محمد صادق قنادزاده د دې خبرې په کولو سره چی افغانستان د ایران سټراټیجیک شریک دې ، وویل نن د ایران د اویا کسیز تجارتی پلاوی په شتون سره په کابل کې د ایران تر ټولوستر تجارتي مرکزپرانستل شو .
ده وویل د ایران تجارتي مرکز یولس پوړیز تجارتی مرکز دی چی ټولو تجارتي فعالیتونو لپاره ټول ضروری امکانات لري . ده همداراز زیاته کړه تراوسه له ۳۰ تر ۴۰ شرکتونو په دغه مرکز کې د ځای پر ځای کیدا لپاره چمتووالې اعلان کړی دی .
د ایران او افغانستان ترمینځ په تیر یوه کال کې کابو یونیم میلیارډ ډالره تجارتی مبادلات ترسره شوی دي .