د ایران او د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس ګډه اعلامیه
تهران ته د ایټمي انرژیو د نړیوال آژانس د سرمنشي د دوه ورځنی سفر ختمېدو او له ایراني چارواکو سره له خبرو اترو وروسته، د ایټمي انرژیو نړیوال اژانس او د ایران د ایټمي انرژیو سازمان یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.
د ایرنا له راپور سره سم، په اعلامیه کې راغلې: د ان پي ټي د تړون په چوکاټ کې د ایران او د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس تر مینځ ملګرتیا، د ایران د اسلامي جمهوریت د ژمنتیاو او حقوقو او د ایټمي انرژیو د نړیوال د صلاحیتونو په بشپړه رعایتولو سره، تر سره کیږي.
اعلامیه زیاتوي: د دریو سایټونو په هکله د پلټنو پورې د اړوندو مسالو د هوارولو لپاره ایران د لا زیاتو همکاریو او د معلوماتو د شریکولو او د لاسرسي د جواز د ورکولو لپاره تیاري ښودلې ده.
د اعلامیې په دوام کې راغلې ده چي ایران په رضاکارانه توګه د ایټمي انرژیو نړیوال آژانس ته اجازه ورکوي چي د ضرورت په صورت کې د رېښتیا ازموینې او نظارت لپاره خپل فعالیت زیات کړي، په عملي مکانیزم به یې ډېر ژر په تهران کې د یوې مسلکي غونډې په ترڅ کې بحث او موافقه وشي.