څارنې دې د ایران د ملاحظاتو په چوکاټ کښې ترسره شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129030-څارنې_دې_د_ایران_د_ملاحظاتو_په_چوکاټ_کښې_ترسره_شي
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر محمد اسلامي په دې خبرې سره چې د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس زمونږ کړچار څاري او څیړي، وویل: دا څارنه باید د ایران د اسلامي جمهوریت په ملاحظاتو او چوکاټونو کښې ترسره شي.
(last modified 2023-03-05T23:30:20+00:00 )
Mar 06, 2023 03:59 Asia/Kabul
  • څارنې دې د ایران د ملاحظاتو په چوکاټ کښې ترسره شي

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر محمد اسلامي په دې خبرې سره چې د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس زمونږ کړچار څاري او څیړي، وویل: دا څارنه باید د ایران د اسلامي جمهوریت په ملاحظاتو او چوکاټونو کښې ترسره شي.

د ایرنا د خبر له مخې، محمد اسلامي تیر ماښام تهران ته د رافائل ګروسي سفر ته اشاره وکړه او ویې ویل: له آژانس سره زمونږ تعاملات باید دوامداره وي او پرې نږدو چې خرابوونکی صهیونیسټي او ترهګر بهیر زمونږ له اړیکو ناوړه استفاده وکړي او داسې پلمې جوړې کړي چې په وسیله یې پر هیواد دباؤ راشي.

هغه په دوام کښې زیاته کړه: وروستۍ لانجې جوړونې او د اختلاف وړ موارد، دې موضوع ته د مختلفو کتنو د تقابل نتیجه ده، هغوي غواړي چې په دباؤ او زور وینو سره مونږ په برجام عمل وکړو او په عین حال کښې هغوي پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي.

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر څرګنده کړه: که هغوي بندیزونه ختم نه کړي او مونږ ته کومه ګټه او اسانتیا ونه رسیږي نو په نتیجه کښې هیڅ وجه نشته چې مونږ لاهم پابند پاتې شو.

اسلامي د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي پروګرام خلاف مطرح شویو تورونو او هم د ادعايي ځایونو په هکله وویل: د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس تمه لري چې مونږ د دې موضوع او د هغو رپورټونو په هکله چې لیږلې مو دي، له هغوي سره په زیات تعامل کښې ووسو، چې باید ټینګار وکړم د دې مسئلې په هکله مو تعامل درلودلی او بیا به یې هم ولرو او په هغه سفر کښې چې د ګروسي مرستیال به یې په راتلونکو ورځو کښې ایران ته وکړي، اړونده چارواکي به دا موضوع تعقیب کړي.