ایران له شنګهای سازمان سره د مرستې ډیرې وړتیاوې لري
د شانګهايي د ملګرتیا سازمان عمومي منشي پرون دوشنبه تهران ته راغی او د ایران د خارجه وزارت د سیاسي چارو له مرستیال علي باقري کني سره یې وکتل.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د شانګهايي د ملګرتیا سازمان له هعمومي منشي سره په کتنه کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په مختلفو برخو کښې داسې پریمانه ظرفیتونه لري چې د سازمان د اهدافو د پوره کیدو په لړ کښې یې وړاندې کولې شي.
د شانګهايي د ملګرتیا سازمان عمومي منشي پرون دوشنبه تهران ته راغی او د ایران د خارجه وزارت د سیاسي چارو له مرستیال علي باقري کني سره یې وکتل.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون مازیګر د شنګهايي د ملګرتیا سازماد د عمومي منشي ژانګ مینګ او ورسره پلاوي په کتنه کښې په شانګهايي سازمان کښې د فعالانه شتون او رول لوبونې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په هوډ او جدیت باندې ټینګار وکړ.
امیر عبداللهیان په دوام کښې څرګنده کړه: باور لرو چې دا سازمان په نړیوالو امنیتي او اقتصادي ترتیباتو کښې مهم رول لوبوي او د اقتصادي ملګرتیاؤ پراختیا به له پایداره امنیت سره مرسته وکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر ټینګار وکړ چې ایران په تخنیکي، صنعتي، سیاحتي، کلتوري او د ټیکنالوجۍ وغیره په شان برخو کښې ډیرې وړتیاوې لري چې د د سازمان د اهدافو د پوره کیدو په لړ کښې یې وړاندې کولې شي.
په دغه ملاقات کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان مشر ژانګ مینګ هم وویل: هیڅ شک نشته چې د سیمې او نړۍ د یو اغیزناک او پیاوړي هیواد په توګه د ایران شتون د سازمان د اهدافو او له غړو هیوادونو سره د ایران د اړیکو په پراختیا کښې یو مهم ګام وګرځي او ډاډه یم چې له نړیوالو ننګونو سره په مقابله کښې د ایران تجربه د غړو هیوادونو لپاره ډیره ګټه وره ووسي.