د شانګهای د سازمان سرمنشي د ایران له ولسمشر سره وکتل
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د شانګهای د سازمان له مشر سره په کتنه کې وویل: د دې سازمان او د ایران د چارواکو هلې ځلې باید په عملیاتي ډګر کې د پرمختګ او د موافقو د عملي کېدو لامل شي څو د دواړو لورو ملګرتیا د منلو وړ کچې ته ورسیږي.
د شانګهای د سازمان سرمنشي ژانګ مینګ چي تهران ته په سفر راغلي دی د ایران له ولسمشر سره په کتنه کې په سیمه کې د سولې، ثبات او پرمختګ کې د ایران مهم رول ته په اشارې سره، په یاد سازمان کې د ایران له غړیتوب څخه هرکلی وکړ او وویل: ډاډمن یو چي ایران خپل لرغوني تمدن او بډایه تاریخ ته په کتو سره کولایشي په سیمه کې د سوداګریو په وده او د شانګهای د سازمان د موخو په پوره کولو کې کارنده رول ولوبوي.
د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي یادونه وکړه چي د شانګهای غړو هیوادونو د پراخو ظرفیتونو په برابرولو سره، دغه سازمان ته زمینه برابره کړې څو د لوېدیځوالو له یو اړخیزو اقداماتو سره په مقابله کې د هیوادونو تر مینځ په سیمه ایزه او نړیواله همپالنه کې کارنده رول ولوبوي.
چین، هندوستان، قزاقستان، قرقیزستان، پاکستان، روسیه، تاجیکستان، ازبکستان او ایران د شانګهای رسمي غړي دي او افغانستان مغولستان او بلاروس د دې سازمان ناظر غړي بلل کیږي.