Mar 19, 2023 12:38 Asia/Kabul
  • د  اسلامي انقلاب مشر به د ایران خلکو ته د نوروز اختر وینا وکړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي به په راتلونکي سې شنبې ورځ یعني د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د وري د میاشتې په لومړۍ او د ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ د میاشتې په یویشتمه نیټه د نوي هجري لمریز کال یعني د نوروز اختر د رارسیدا په مناسبت په مشهد کښې د ثامن الحجج حضرت علي ابن موسی الرضا علیه السلام په سپیڅلی حرم کښې وینا وکړي.

دغه مراسم به د امام رضا علیه السلام د سپیڅلي حرم د ډیرو زیارتوالو او مینه والو په ګډون سره د مازیګر درې بجې پیل شي او د مازیګر په څلور بجې به د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د نوروز اختر په مناسبت وینا وکړي.

دغه پروګرام او د اسلامي انقلاب د ستر لارښود وینا به د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټيلي ويژن ادارې له ټیلي ويژن چیلنونو او راډیوګانو او دغه راز خامنه اي ټکی ایي ار(KHAMENEI.IR)  او (http://farsi.khamenei.ir/) اینټرنیټ چینلونو په ژوندۍ خپره شي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود په تیرو دریو کلونو کښې د نوروز په ورځو کښې د کورونا ویروس د خپریدا د مخینوي لپاره د روغتیایي سپارښتنو د رعایتولو په دلیل مشهد ته ونه رغی او په دیارلس سوه نهه نویم هجري لمریز کال ، په څوارلس سوم هجري لمریز کال او په څوارلس سوه لومړي  هجري لمریز کال کښې یې د وري د میاشتې په لومړۍ نیټه یعني د نوروز اختر په لومړۍ ورځ په ژوندۍ بڼه د ټیلي ويژن له لارې د ایران له خلکو سره خبرې کړي وې.

 

ټیګونه