ایران په ډنمارک کې د قرآن کریم سپکاوی غندلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130232-ایران_په_ډنمارک_کې_د_قرآن_کریم_سپکاوی_غندلی_دی
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، په ډنمارک کې د یوې افراطي ډلې له لوري یو ځل بیا د قرآن کریم سپکاوی په تېره بیا د روژې په مبارکه میاشت کې په سختو ټکو غندلی دی.
(last modified 2023-03-28T04:05:52+00:00 )
Mar 28, 2023 08:32 Asia/Kabul
  • ایران په ډنمارک کې د قرآن کریم سپکاوی غندلی دی

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، په ډنمارک کې د یوې افراطي ډلې له لوري یو ځل بیا د قرآن کریم سپکاوی په تېره بیا د روژې په مبارکه میاشت کې په سختو ټکو غندلی دی.

په ډنمارک کې د یوې سخت دریځې ډلې پلویانو په کوپنهاګن کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قرآن کریم یوې نسخې ته اور ورته کړ.

د دغه سپکاوي عمل عاملينو د اسلام ضد ليکنو جامې اغوستې وې او د اسلام د مبين دين پر ضد يې شعارونه ورکول.

د ایران پرس خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی«ناصر کنعاني چافي» په ځینو اروپايي هېوادونو کې د قرآن کریم او د مسلمانانو دیني مقدساتو ته د سپکاوي د تکرار او زیاتېدو په تړاو  د دغه ډول کړنو پر وړاندې د بشري حقونو د ادعا کوونکو چوپتيا وغندله او وويل: دا ډول کړنې د کرکې، افراطيت او تاوتريخوالي د پراختيا بنسټ جوړوي، چې د خلکو سوله او سوله ايز ژوند او نړيوال امنيت له ګواښ سره مخ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په دې خبرې سره چې د بشري حقوقو په نوم پر وروستیو جنایتونو سترګې پټول د بشري حقوقو له نړیوالو او مستندو حقوقو سره په بشپړه توګه په تضاد کې دي او ټینګار یې وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت او مسلمان هېوادونه او ملتونه د ډنمارک له چارواکو دا تمه لري چې په مسئولیت منلو او د دې ډول سپکاوي او کرکې اچونې د جوازونو په لغوه کولو سره، د بیان د آزادۍ په پلمه د دا ډول کرغیړنو نمایشونو د تکرار مخه ونیسي.