عبداللهیان:
عمان د ایران ګاونډی او باوري ملګری دی
Mar 31, 2023 10:41 Asia/Kabul
د ایران خارجه وزیر وویل: عمان زمونږ باوری ملګری دی او د دواړو هیوادونو تر مینځ اړیکې به پیاوړي شي.
د ایرنا له راپور سره سم، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان تیره شپه له خپل عمانی سیال بدربن حمد البوسعیدي سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو او د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو په هکله خبرې اترې وکړې.
د عمان خارجه وزیر هم ایران سره، د اړیکو له پراختیا څخه په هرکلي سره، یادونه وکړه چي د سیمې هیوادونه د یو بل په ملګرتیا سره، د پرمختګ لپاره لاره هورولایشي.
د فارس خلیج په څنډه کې د پرتو هیوادونو سره د یو شمېر سیاسي لانجو او د امریکې له لورې د ایران ویرونې د هلو ځلو سربېره، عمان تل له ایران سره، دوستانه اړیکې پاللې دي.
ټیګونه